بازتاب نیوز

په درېیو ورځو کې د تورخم له لارې ۱۵ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي

٢٠ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د تورخم دروازه د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د بند پاتې افغانانو پر مخ خلاصه شوه، چې د څو ورځو په تېرېدو له یادې لارې شاوخوا ۱۵ زره افغانان هېواد ته راغلل. خوږیاڼی وایي، تراوسه په راغلو کسانو کې کومه شکمنه پېښه نه ده ثبت شوې، خو د ولسوالیو مسولینو ته یې امر کړی، چې راستانه شوي کسان بهر ته پرې نېږدي. د تورخم دروازه د تېرې دوشنبې په ورځ یو طرفه پرانیستل شوه. چارواکي وایي، تمه لري چې په نېږدې ورځو کې به د سوداګریزو توکو پر مخ هم پرانیستل شي. The post په درېیو ورځو کې د تورخم له لارې ۱۵ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/04/08/په-درېیو-ورځو-کې-د-تورخم-له-لارې-۱۵-زره-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading