بازتاب نیوز

په غور کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي

٢٠ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د افغانستان له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غور په شهرک ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو پر کاروان د وسله والو طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی. د سرچینې په خبره، طالبانو تېره ورځ د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په دهنه مرغه او حصارک سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید ترسره کړ. په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې نښته کې ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوی څلور کړۍ خښ شوي ماینونه هم له منځه یوړل شول. افغان ځواکونو خپل ځانته د اوښتې مرګ ژوبله په تړاو څه نه دي ویلي. وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. The post په غور کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/04/08/په-غور-کې-۱۸-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading