بازتاب نیوز

پر شعر او هنر د کورونا اغېزې

٢٠ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

له کله نه، چې کرونا وژونکي نړيوالې وبا پر نړۍ په تېزۍ سره مرګوني چپې پیل کړې،هم مهاله يې د نړۍ انسانانو د وقايې او مخنيوي هلې ځلې هم پيل کړې. د سیمه ييزو او نړيوالو روغتيايي سازمانونو ترڅنګ په افغانستان او نړۍ کې شاعران، ليکوالان او هنرمندان هم غلي پاتې نه شول. دوی د دې مرګوني ویروس په تړاو خپل قلمونه په منظومه او منثوره بڼه وخوځول او هنرمندانو په پخپلو جادوګرو غږونو کې د خلکو تر غوږونو ورسول. د هنر په باب ويل کېږي چې، ځينې فردي او وړې هم د هنر په ایجاد کې مهمې او اغېزناکې دي، خو ځينې واقعې او پېښې دومره لويې وي او اجتماعي وي، چې په عام ډول د خلکو پام ځان ته واړوي. له دې ډول حالته شاعران او ليکوالان تر نورو ډېر متاثره او بالاخره مجبور شي چې قلم ته لاس وغځوي. شاعر او ليکوال هغه تاثُر چې د پېښې یا واقعې پروړاندې يې لري خلکو ته وړاندې کوي. پدې تاثُر کې که له یوې خوا درد نغښتی وي، نو له بلې خوا پکې یو مثبت او ښکاره پيغام هم پروت وي. پدې وروستیو کې یوه لویه واقعه چې ټولې نرۍ ته يې ټکان ورکړ، د کرونا ويروس دی، چې لا هم نړۍ ورسره په شخړه ده. د کرونا له نړيوالې وبا د ځان ساتنې په پار د نړۍ ټولو هېوادونه، روغتيايي سازمانونه او بیلا بیلې ټولنې د عامه پوهاوي پر پروګرامونو بوخت دي، خو ورسره د قلم څښتنان (شاعران او ليکوالان) غلي نه دي ناست او خلکو ته په شعر او نثر کې خپل پیغامونه وړاندې کوي. په دې ډله کې زموږ ټولنه هم ده، چې د عصر منلي شاعران یې په خپلو کلامونو کې یادوي: خدای به کرونا په تندر و ولي کرونا به نه وي خو دا ارمان دی چې د څو سترګو رڼا به نه وي پر څو خولګیو به یې اېښي وي برغولي د مرګ په کې تربته به خندا وي په خندا به نه وي ها د معلمې درس له ځوږ د ماشومانو سره د شنو طوطیانو شور به غلی وي مینا به نه وي منم مرغان به د مچکو په هجرت وي روان د بیا راتګ به یې څه هیله تمنا به نه وي د زړګکیو په خلوت کې ډیوې بلې ساتئ سېلۍ به تمې شي طوفان باد و بلا به نه وي د خاورو ښه ده د نرګس ګلاب کړکۍ به لري د ساینسدان انسان د وسپنې کلا به نه وي د ډیوه ګیو قافلې به وي روانې د ژوند ست به په سترګو کې د مینې وي فنا به نه وي کاروانه هر چېرته چې ځې غلام د مینې اوسه نه شته کوم ځای چې په کې ستا معشوق مولا به نه وي د دې شعر ویناوال د اوسمهال لوی شاعر پیرمحمد کاروان وايي ادبیات د ژوند یو رنګین تفسیر دی، امن، جنګ او دېته ورته نور د کرونا په څير لویې واقعې چې نړۍ ته یې ټکان ورکړی او انسان یې له ستونزو سره مخ کړی له ادبیاتو پټې نشي پاتې کیدای: “هر هغه ناورین چې ټولنه ورسره مخ کېږي، نشي کیدای چې هغه د شعر او هنر څخه پټ پاتې شي، که څه هم کرونا ویروس خلکو ته تر جسمي اذیت زیات رواني تکلیف پیدا کړی، ښه ده چې د شعر له لارې خلکو ته ددې زیان وښودل شي، خو تمرکز دې تر ډیره په پیغام ورکولو وشي.” د شاعرانو همدا پیغامونه ډېر کله د وتلو هنرمندانو لخوا د موسیقۍ په پردو کې تر مینه والو رسېږي. په دې ډله کې یو هم د پښتو ژبې نوموتی سندرغاړی هارون پاچا دی، چې خلکو ته په کور د کېناستو پیغام ورکوي: “لارې کوڅې د کرونو ډکې دي، زما لالیه په خپل کور کېنه مخ ته دې واچوه یو ماسک ددوعا په جاینماز د خپلې مور کېنه” لیکوال، شاعر او کره کتونکی ډاکټر احسان الله درمل بیا دکرونا پدې اړخ غږیږي، چې څنګه یې د شاعرانو او هنرمندانو ترڅنګ د نړۍ ډېر سخت زړي کسان هم عاطفي چلند ته وهڅول: “کرونا یوه داسې لویه حادثه ده، چې متحرک ژوند یې ودروه، دنړۍ سخت زړي او ډبر زړي سیاست مداران یې هم عاطفي او نرم کړل، کرونا ویروس خلک انساني همدردۍ او مرستې کولو ته وهڅول، اود نورو خلکو ترڅنګ شاعران او هنرمندان هم وهڅېدل چې شعرونه پرې ولیکي او هنرې پنځونې پرې وکړي.” ځینې حادثې داسې وي، چې له پای ته رسیدو سره یې اغېزې هم پای مومي، خو آیا کرونا به هم داسې یوه حادثه وي؟ په اړه یې درمل وایي: ” که د وخت په تېریدو د کرونا وحشت د انسان له شعوره وځي هم، خو تاثیر به یې د لویو شاعرانو په شعرونو کې همداسې پاتې وي، دا ډول لویې عاطفي حادثې د هنر او شعر لپاره د خامو موادو زخیره جوړوي چې شاعران او هنرمندان ترې استفاده کولی شي.” کرونا، لکه څه ډول چې یې روغتیاپالان کورناستی او یوازیتوب علاج ګڼي، همداسې په شعر او هنر کې هم ځان څرګندوي. ډاکټر درمل وایي: نه څوک راځي او نه څوک چاته انتظار ولاړ دی له ویر او مرگ پرته بل هر یو کار و بار ولاړ دی چې یې پرون واړه بازار و تماشې ته ولاړ هغه نن گوښی تماشې ته د بازار ولاړ دی هر حرکت بدلې کړې دي جامې د سکون سمندر کنگل، سین پر ځمکه مېخ، ابشار ولاړ دی ژوند چې روان وو هم روان وو څه زموږ په خوښه؟ اوس چې ولاړ دی څه زموږه په اختیار ولاړ دی؟ عشق چوپه خوله د نظارې د ذوق پر قبر ولاړ حسن حیرت وړی آیین ته د سینگار ولاړ دی د گل پلورونکي په بازار کې ورېدلې واوره کار یې دی جوړ کفن پلورونکي ته کتار ولاړ دی هیلې ترې لاړې، د حسرت داغ شته پر زړه درمله بس هاغه زوړ توغ لا پر هاغه ړنگ مزار ولاړ دی The post پر شعر او هنر د کورونا اغېزې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/04/08/کورونا-په-منظومه-او-منثوره-ژبه-ولولئ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading