بازتاب نیوز

ولسمشرۍ ماڼۍ: خوشې شوو بندیانو سوګند یاد کړی چې هېڅکله به د جګړې ډګر ته نه ځي

٢٠ وری ١٣٩٩ خبر تلویزیون یک

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي د طالبانو ازاد شوو بندیانو سوګند ياد کړی چې بیا به هیڅکله د جګړې ډګرونو ته نه ورګرځي.

افغان حکومت نن چهارشنبې د طالبانو 100 تنه بندیان ازاد کړل.

ارګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ويلي: "د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان له مخې ۱۰۰ تنه طالب زندانیان د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول."

ارګ ويلي دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.

په اعلامیه کې راغلي: "دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي."

د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې د سولې پروسې پرمختګ لپاره به طالبانو سره د لا ډېرو تخنیکي خبرو اترو دروازه پرانیستې ساتي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د دوی د 15 تنو قومندانانو خلاصون سره د حکومت د مخالفت له امله له کابله خپل استازي ورغوښتي دي.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/41775-2020-04-08-14-41-39

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading