بازتاب نیوز

صالح او د «بدې دفاع» تکتیک

٢٠ وری ١٣٩٩ سلام وطندار

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د مالیې وزارت تجزيې په اړه د غبرګونونو په اړه د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز  ته په ځواب کې وويل چې ولسمشرغني دغسې يو حکم نه دی لاسليک کړی.

خو د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په يوه ټوېټ کې اليس وېلز ته په خطاب کې ويلي:« هغه حکم ته چې تاسو اشاره لرئ، اصلأ هېڅ لاسليک شوی نه دی او همدارنګه د ماليې وزارت هېڅ برخه نه تجزيه کېږي.»

له دې سره د ماليې وزارت وياند فېروزخان مسجدي سلام‌وطندار ته وايي چې د ولسمشر غني فرمان اصلاح لپاره و؛ خو د ماليې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال په وړانديز دغه فرمان لغوه شوی دی.

سره له دې چې څو ورځې کېږي چې د مالیې وزارت تجزیې او ارګ ته د دغه وزارت د صلاحیتونو لېږدولو په تړاو د ولسمشر غني فرمان مجازي شبکو کې لاس په لاس کېږي او د ولسمشر دغه ګام غبرګونونه هم راپورته کړي، خو امرالله صالح یې په ردولو سره د څه په لټه کې دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته له نږدې څېرو کريم خرم سره له دې چې نه غواړي د صالح څرګندونو په اړه نظر ورکړي خو وايي، د جمهوري ریاست لومړی مرستیال په دغسې څرګندونو سره حکومت نه د دفاع هڅې کوي.

دې سره د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني هم وايي، د وزارت خونو په تجزیې سره ستونزې نه حل کیږي او له ولسمشر غني غواړي چې راتلونکي کې دغسې ناکامه تجربې غوره نه کړي.

تر دې وړاندې د امریکا د سولې موسسې هم ویلي و چې ارګ ته د یوه وزارت د کلیدي برخو لېږدول د ښې حکومتولۍ پراختیا او د سولې ټینګښت لپاره ګټور نه دي.

دغې موسسې ویلي، مالیې وزارت تېرو کلونو کې د حکومت لپاره ډېر عواید راټول کړي، بهرنۍ مرستې یې مدیریت کړي، عامه او کلیدي خدمتونو ته یې مالي پوښښ ورکړی او د ډونرانو اعتماد یې هم جلب کړی دی، د غني له دې پرېکړې سره ټولې دغه لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي.

د امریکا د سولې موسسې د دغو څرګندونو یوه برخه کې راغلي چې افغان حکومت د دغه وزارت د کلیدي برخو په تجزیې کولو او د ارګ تر مخامخ نظر لاندې راوستو سره، د دغه بنسټ کمزوري کولو لپاره هڅې پیل کړي، چې دا کار د افغان حکومت او د افغانستان د مالي نظامي  بقا لپاره زیان لري او که چېرې طالبانو سره د سولې هوکړه وشي، د سولې ټینګښت له خطر سره مخ کوي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=54315

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading