بازتاب نیوز

سل تنه طالب بندیان د افغان حکومت له بنده آزاد شول

٢١ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

  پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکړ، چې سل طالب بندیان یې له زندانه د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې ازاد کړل او له یادو بندیانو یې سوګند اخیستی چې بیابه د جګړې ډګر ته نه ستنیږي. دا سل طالب بندیان ددوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف خوشې شوي دي. خو وسله وال طالبان بیا وایي، چې دا بندیان له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له شرایطو سره برابر نه دي او له ټاکل شوې پروسې سره سم نه دي خوشې شوي. بله خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر افغان سیاستوال او طالبانو غږ کړی چې خپلو منځو کې سره خبرو ته کېني او د خپل هېواد ۴۰ کلنه غمیزه پای ته ورسوي. The post سل تنه طالب بندیان د افغان حکومت له بنده آزاد شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/04/09/سل-تنه-طالب-بندیان-د-افغان-حکومت-له-بنده/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading