بازتاب نیوز

الېس ویلز: امریکا افغانستان کې د مېشتو سېکانو امنیت په تړاو اندېښنه لري

٢١ وری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

  په جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په خپل ټوېویټ کې لیکلي، چې امریکا د افغان سېکانو امنیت ته جدي اندېښنه لري او په دې برخه کې له ټولو افغانانو غوښتي چې په ګډه سره د افغان سېکانو امنیت خوندي کړي. د حمل میاشتې په ۶مه د کابل شور بازار سیمه کې د سېکانو پر درمسال برېد وشو چې له کبله ۲۷کسان ووژل شول او اته نور یې ټپیان کړل. له برید وروسته داعش وسله والې ډلې د یاد برید مسوولیت ومانه، خو ځینو سرچینو بیا دا برید د حقاني شبکې، لشکر طیبې او د پاکستان د آی ایس آی ګډ کار وباله. خو له څو ورځو په تېرېدو سره د افغانستان د ملي امنیت د یاد برېد د طراح او د داعش ډلې د خراستان ډلې مشر اسلم فاروقي له ۱۹نورو مهمو غړو د نیول کېدو خبر ورکړ. باید یاده شي چې افغان سېکانو له برید وروسته د هند سفارت ته یو لیک لېږلی و او په لیک کې یې له هندستان څخه د پانه غوښتنه کړې. The post الېس ویلز: امریکا افغانستان کې د مېشتو سېکانو امنیت په تړاو اندېښنه لري appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/04/09/الېس-ویلز-امریکا-افغانستان-کې-د-مېشتو-س/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading