بازتاب نیوز

افغان حکومت نن سل نور طالب بندیان خوشې کوي

٢١ وری ١٣٩٩ خبر تلویزیون یک

د طالب بندیانو د خوشې کیدو لړۍ پيلیدو سره ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبې سل تنه نور طالب بندیان خوشې شي.

افغان حکومت پرون هم سل تنه طالب زندانیان ازاد کړل.

د ملي امنیت شورا وياند جاوېد فیصل ويلي د جمهور رييس غني د لومړۍ ګڼي فرمان سره سم به نن ۱۰۰ تنه نور طالب بنديان د بگرام له زندان څخه د هغوی عمر، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره ازاد شي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د دوی د 15 تنو قومندانانو خلاصون سره د حکومت د مخالفت له امله له کابله خپل استازي ورغوښتي دي .

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/41777-2020-04-09-05-47-14

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading