بازتاب نیوز

ننګرهار کې په خپل منځی شخړه او ترافیکی پېښه کې درې تنو ته مرګ ژوبله واوښته

١٤ چنګاښ ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری آژانس: د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواې وایی چې په جلال اباد ښار کې تیره ورځ د خپل منځی شخړې او ترافیکی پېښې په ترڅ کې دوه تنه ووژل شول او یو ټپی شو. د ننګرهار والی رسنیو دفتر په یو خبرپانه کې نن چهارشنبی ورځ د چنګاښ ۱۴ مه، اعلام کړی چې د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند شهیدانو تپې سیمه کې تیره ورځ نهه نیمې بجې د سمیع الله او جعفر په نوم دوو کسانو فزیکی شخړه کړې، چې سمیع الله په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی. خبرپاڼه زیاتوی چې له دغه پېښې وروسته جعفر له سیمې تښتیدلی او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړی دی. د ننګرهار چارواکو په وینا، تیره ورځ  په یو بل پېښه کې د جلا ابد ښار د اوومې ناحیې اړوند کانال دوسرکې سیمه کې یو ټیلر موټر په بایسکل سپاره دوه ماشومان وهلی، چې له امله یې یو وژل شوی او بل ټپی شوی دی. پولیسو ټیلر موټر درولی او موټر چلوونکی یې په امنې قومندانۍ تر پوښتنو لاندې دی. The post ننګرهار کې په خپل منځی شخړه او ترافیکی پېښه کې درې تنو ته مرګ ژوبله واوښته appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/04/14/a-man-killed-by-knife-in-nangarhar/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading