بازتاب نیوز

طالبانو له امریکا سره د سولې په هوکړه کې خپلې کړې ژمنې، نه دي عملي کړي

٣٠ غويی ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو چارواکو، له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلو لامل، له امریکا سره د سولې هوکړې ته د طالبانو نه ژمنتیا او د دغې ډلې لخوا د خلکو او عامه تاسیساتو په نښه کول، په ګوته کړ.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، لوی پاسوال محمد مسعود اندرابي، چې د وسله وال پوځ له لوی درستیز او د ملي امنیت د لوی ریاست له سرپرست سره یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه: طالبانو د تاوتریخوالي پړاو تر پای ته رسېدو وروسته، هغه ژمنې ندي عملي کړي، چې د امریکا له متحده ایالاتو سره یې په خپله هوکړه کې کړې وې.
هغه وویل که څه هم طالبانو خپل پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي، خو د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې دغې ډلې د هېواد په بېلابېلو برخو کې عملاً پر خلکو او عامه تاسیساتو عملیات تر سره کړي دي.
ښاغلي اندرابي، د کابل په دشت برچي کې پر سل بستریز روغتون تروریستي برید، په ګردیز او ننګرهار کې تروریستي بریدونه او په غزني ښار کې د اسلامي ثقافت پر مرکز د طالبانو ډلې د نن سهار برید، د یادو بریدونه د بېلګې په توګه یاد کړل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: طالبانو د پسرلنۍ نا اعلان شوې جګړې د پیلولو تر څنګ، هغه نېږدې اړیکې چې له نړیوال تروریزم سره یې لرلې، ندي پرې کړي، بلکې په نویو طریقو سره یې هغه لا پیاوړې کړې دي.
هغه ټینګار وکړه، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړ چمتوالی او احضارات لري، څو په هغو ځایونو کې چې طالبان د جګړې له لارې د یوې لوېشتې خاورې د نیولو هوډ ولري، د دغو ځواکونو له درنو ګوزارونو سره مخامخ شي.
په همدې حال کې د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست، ډګر جنرال احمد ضیا سراج وویل: د طالبانو ډلې د کوټې شورا د رهبرۍ هستو او د هغوی د ولایتي رهبرۍ په هستو کې وروستي بدلونونه، د دې ښکارندویي کوي چې دغه ډله د سولې نه، بلکې د جګړې په اړه فکر کوي.
هغه وویل د ملي امنیت لوی ریاست اطلاعات ښیي، چې له بهرنیو تروریستي ډلو، په ځانګړي ډول القاعده شبکې، د ازبکستان اسلامي تحریک، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک، لشکر طیبه او نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو اړیکې زیاتې شوې دي او دغه ډله هڅه کوي چې د پخوا پرتله له دغو شبکو څخه زیاته ګټه پورته کړي.
د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست وویل، د شکر درې په ولسوالۍ کې د داعش پر قرارګاه د دفاعي او ملي امنیت ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د وژل شویو ترهګرو د ګوټو نښو ښودلې، چې دغه کسان د حقاني ډلې د غړیتوب سابقه لري.
ښاغلي سراج زیاته کړه، چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته، د هېواد په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۳۸۰۰ تروریستي بریدونه تنظیم کړي، چې د تېر کال د ورته وخت پرتله، ډېر زیاتوالي ښیي.
هغه وویل چې د یادو بریدونو په پایله کې ۴۲۰ ملکي وګړي په شهادت رسېدلي او ۹۰۶ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د وسله وال پوځ لوی درستیز، ستر جنرال بسم الله وزیري، له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلو لامل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د وروستۍ لارښوونې پر بنسټ تر سره شوی، له امریکا سره د سولې هوکړې ته د طالبانو نه ژمنتیا، په ګوته کړه.
وزیري وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس، د تېرې اوونۍ تر لارښوونې وروسته، امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټول هېواد کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي، چې په پایله کې یې مخالفینو ته درانه تلفات اوښتي دي.
ښاغلي وزیري ټینګار وکړ، چې دغه عملیات به، تر دوهم امر پورې دوام لري.
د وسله وال پوځ لوی درستیز ډاډ ورکړ، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هوایي او ځمکني عملیات، پلان شوي عملیات دي او د عملیاتو تر سره کولو پر مهال له بشپړ غور څخه کار اخیستل کېږي، څو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3215-2020-05-19-06-29-09

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0