بازتاب نیوز

د تورخم او سپین بولدک لار د افغان مسافرو لپاره د دوو ورځو لپاره خلاصه ده

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

پاکستان کې افغان سفارت خبر ورکوي چې نن جمعه او سبا شنبې ورځ به د تورخم او سپین بولدک لار د افغان مسافرو پر مخ یو طرفه خلاصه وي. پاکستان کې د افغانستان سفارت په خپله رسمي فیسبوک پاڼه دا خبر ورکړی دی او له هېوادوالو یې غوښتي چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او خپلو کورونو ته د اختر لپاره ځانونه ورسوي. دوی دا هم ویلي چې یادې لارې به په یو طرفه شکل پاکستان کې بند پاتې افغان مسافرو پر وړاندې پرانیستې وي.   نن سهار د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه The post د تورخم او سپین بولدک لار د افغان مسافرو لپاره د دوو ورځو لپاره خلاصه ده appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/22/د-تورخم-او-سپین-بولدک-لار-د-افغان-مسافرو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading