بازتاب نیوز

سلګونه دیني عالمانو د افغانستان جګړه 'ناروا' یاده کړه

٢ غبرګولی ١٣٩٩ خبر تلویزیون یک

د هیواد د یو شمیر ولایتونو سلګونه دیني عالمانو په ننګرهار ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان جګړه 'ناروا' وبلله.

دغو عالمانو د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ په اوربند او سولې ټینګار وکړ.

دوی له حکومته د طالب بندیانو د خوشې کولو او له طالبانو د سولې خبرو ته د ژر حاضریدو غوښتنه وکړه.

دیني عالمان ویل دا هیواد د افغانان په لاس د جوړیدو دی او څوک باید بهرنیو ته د هیواد د جوړیدو په تمه پاتې نشي.

دیني عالمان وايي وسله وال طالبان دې د سولي میز ته کښيني او دواړه لوري دې انسان وژنه بنده کړي.دوی روانه جګړه د اسلام خلاف یاده کړه او ټینګار یې درلود چې دغه جګړه د پردیو په اشاره پيل شوي او ګټه يي هم نورو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو اونیو په ځانګړي توګه د روژې میاشتې له پيلیدو راهیسې هیواد کې د جګړې اور زیات تود شوی دی.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/42117-2020-05-22-05-58-25

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading