بازتاب نیوز

پولیس اختر کې له اړتیا پرته خلکو ته د ګرځېدا اجازه نه ورکوي؛ روغتونونو کې ځای نشته

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

کورنیو چارو وزارت وايي، د اختر ورځو کې پولیس په جدي توګه له اړتیا پرته د خلکو د تګ راتګ مخنیوی کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي،  د کابینې د پرېکړې په اساس او کابل کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د اختر ورځو کې د کابل سړکونه تړل کېږي او خلکو ته له اړتیا پرته د ګرځېدا اجازه نه ورکول کېږي.

ښاغلي آرین له خلکو غوښي چې دې امر له پولیسو سره همکار پاتې شي.

تېره ورځ ( پنجشنبه جوزا ۱ ) د کابل والي د کابېنې لخوا تصویب شوې طرحه وړاندې کړه، چې په تدریجي ډول به کابل کې قرنطین له منځه ولاړل شي، خو د اختر ورځو کې په جدي توګه د خلکو په تګ راتګ بندیز وي، داسې چې له کابل څخه ولسوالیو ته هم د خلکو په تګ راتګ بندیز وي.

په همدې حال کې عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، که حالات لکه څنګه چې روان دي، دوام پیدا کړي، لرې به نه وي چې د کرونا ویروس له امله هېواد کې لوی ناورین رامنځته شي.

عامې روغتیا وزارت وايي، له هغې ورځې چې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې قرنطین د خلکو لخوا مات شوی، د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر کې خورا ډېروالی راغلی داسې چې اوس مهال کابل کې کرونا ویروس ته ځانګړو روغتونونو کې د نورو ناروغانو لپاره ځای نشته.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/26801

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading