بازتاب نیوز

افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۹زره واوښت

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۴۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۲۱۶  تنو ته ورسېد. د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په خبره د هېواد په لابراتوارونو کې له زرو ډېر مشکوک سمپلونه کتل شوي دي چې له ډلې یې ۵۴۲مثبت ثابت شوي دي. ((تېره ورځ ۱۰۰۶مشکوک سمپلونه کتل شوي دي، چې له ډلې یې ۵۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او له دې وېروس څخه ۱۲تنه مړه شوي چې ټول شمېر ۲۰۵تنو ته رسي او روغ شوي کسان شمېر ۹۰۳تنو ته رسېدلی)) فیروز همدارنګه زیاته کړه چې دوامداره قرنطین امکان نلري او باید چې روغتیایي تابیاوې په ځانکړې توګه په اختر ورځو کې په پام کې ونیول شي. په هېواد کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي The post افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۹زره واوښت appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/22/افغانستان-کې-په-کرونا-ناروغۍ-د-اخته-کسا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading