بازتاب نیوز

اختر ورځې به له ټینګ قرنطین سره مل وي

٢ غبرګولی ١٣٩٩ آریانا نیوز

افغان چارواکو ویلي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به کابل د اختر په ورځو کې بشپړ قرنطین وي. د چارواکو په وینا، خلک دی د اختر پر ورځو کې له خپلو کورونیو سره پاتې شي او له تګ او راتګ څخه دی کلکه ډډه وکړي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ د کابینې په غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د اختر په ورځو کې له تګ راتګ ډډه وکړي. دغه راز د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم ویلي، چې د یاد ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د کوچني اختر په ورځو کې به په کابل کې بشپړ ګرځ‌بندیز وي. بل‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په ډاګه کړې؛ د کابینې له پرېکړې سره سم به د اختر ورځې په کابل کې د ګرځ‌بندیز ورځې وي او پولیس دنده لري، چې دا ګرځ‌بندیز عملي کړي. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید الله مجروح هم په یوه خبري غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د اختر په ورځو کې له ګرځېدو راګرځېدو ډډه وکړي او اختر دې له خپلو کورنیو سره ونمانځي. له بده مرغه په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک د کوویډ-۱۹ د خپرېدو د مخنیوي اړوند لګېدلی ګرځ‌بندیز نه‌ پلی کوي او د یاد رنځ ګواښ هم جدي نه ‌ګڼي. همداراز روغتیایي چارواکي څرګندوي، چې که خلک نور هم پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه مراعت نکړي او د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو عمل ونکړي، ښایي یو بې ساری ناورین رامنځته شي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر د کابینې په ناسته کې د کابل والي هغه طرحه هم تأیید کړې، چې له اختر وروسته به په کابل ښار کې پر کاروبارونو او ګرځېدو محدودیتونه نرموي. د ویلو وړ ده، چې په افغانستان کي دمګړۍ پر یاد رنځ د اخته کسانو شمېر ۹۰۰۰ ته نږدې شوی (۸۶۷۶ تر پرونه پورې) چې تراوسه ترې ۱۹۳ کسان مړه شوي او ۹۳۸ نور بیا رغیدلي دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/اختر-ورځې-به-له-ټینګ-قرنطین-سره-مل-وي/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading