بازتاب نیوز

د پروان د ولایت مقام ته څېرمه د برېښنا یوه ستن په بمونو الوزول شوې

٢ غبرګولی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): نامسئولو وسله والو نن د جمعې په سهار د پروان ولایت مقام ته څېرمه ګلغنډۍ سیمه کې د برېښنا یوه ستن په بمونو الوزولې ده.د افغانستان د برېښنا شرکت مسئولین وايي، چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ (غبرګولي ۲مه) سهار وختي د پروان ولایت مرکز په ګل غونډۍ سیمه کې د ناپيژاندو وسله والو لخوا رامنځ ته شوې، چې له امله یې یاده ستن په جزئي توګه ویجاړه شوې؛ خو د برېښنا لیږد نه دی پرې شوی.د برېښنا شرکت مسئولینو په خبره، د پېښې ځای ته ددوی کاري ټیم رسیدلی او زیانمنه شوې ستن یې بیرته رغولې ده.دا په تیرو درې اونیو کې څلورم برید دی چې د برېښنا شرکت په تأسیساتو او کار کوونکو د پروان ولایت مرکز ګل غونډۍ سیمه کې ترسره کیږي؛ خو د بریدونو عاملین لاهم خلاصې تڼۍ ګرځي او په سزا نه رسول کیږي.د ګل غونډۍ سیمه چې د پروان ولایت مقام سره لنډ واټن کې موقعیت لري، تر ډیره په کې د ولسمشر د سلاکار حاجي الماس زاهد پورې تړلي نامسئوله وسله وال فعالیت لري، دغه وسله وال له سوداګرو څخه د باجګیرۍ ترڅنګ د ملکي خلکو په وژلو او شکنجه کولو کې هم تورن بلل کیږي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/165798/د-پروان-د-ولایت-مقام-ته-څېرمه-د-برېښنا-ی/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading