بازتاب نیوز

نړۍ کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۵میلیونو څخه واوښت

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

نړۍ کې پنځه میلوینو څخه زیات خلک په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي او له دې وېروس څخه تر ۳۳۲زرو څخه زیات خلک قرباني شوي دي. یوازې تېره ورځ په ټوله نړۍ کې ۱۰۶زره کسان تازه په دې ناروغۍ اخته شوي دي، چې روغتیا نړیوال سازمان دې وضعیت ته په اندېښنه کې دی. امریکا د نړۍ په کچه ډېره ځپل شوې ده هلته له دې وبا څخه له ۹۵زرو ډېر کسان قرباني شوي دي او له یو نیم میلون څخه زیات خلک پرې اخته شوي دي له امریکا، بریتانیا او ایټالیا وروسته تر ټولو ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله فرانسه کې مړه شوي دي. د بریتانیا عامې روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد کې د کورونا وېروس معاینې لپاره یوه نوې اله تجربه کېږي، چې په وینا یې په ۲۰ دقیقو کې به معلومات ورکوي. ایران کې ددې وېروس له کبله له ۷زره ډېر کسان مړه شوي دي او هلته په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۹زرو تنو ته رسېدلی دی. ایران کې بیا له دې وېروس څخه ۹۸زرو نه زیات وګړي روغ شوي دي او اوس خپل عادي ژوند پر مخ وړي.پاکستان کې بیا په دې وېروس د اخته کسانو شمېر۴۹زرو ته نېږدې شوی او هلته له دې وېروس څخه له زرو ډېر کسان مړه شوي دي. د معلوماتو له مخې کرونا وېروس څخه په ټوله نړۍ کې نږدې ۲میلیونه خلک روغ شوي دي، چې دا شمېرې لاهم د بدلون په حال کې ده. ایران کې ۴۸او پاکستان ۳۳تنه د کرونا له کبله مړه شوي The post نړۍ کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۵میلیونو څخه واوښت appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/22/نړۍ-کې-په-کرونا-ناروغۍ-د-اخته-کسانو-شمېر/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading