بازتاب نیوز

دریو ولایتونو کې لسګونه دولتي کارکوونکي له طالبانو سره یو ځای شوي

٢ غبرګولی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د حکومت له لیکو څخه د کارمندانو او عسکرو د تېښتې د لړۍ په دوام، تازه په لوګر، بلخ او بغلان ولایتونو کې تر شپیتو زیات دولتي عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي.د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د دښمن په لیکو کې د عسکرو لخوا د حقیقت د درک کولو په لړ کې، تیره ورځ د بلخ او بغلان ولایتونو له مربوطاتو څخه د کابل ادارې ۵۰ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول.»په ورته وخت کې یوه بله اعلامیه کاږي «د لوګر ولايت کې د دعوت ارشاد کمیسیون په زیار او د ځايي مجاهدينو په همکارۍ په د محمداغې او برکي برک ولسوالیو کې په مزدوره اداره کې کارکوونکي ۱۳ عسکر، پولیس او اربکیان له جګړې لاس په سر او مجاهدينو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې دروند هرکلی وشو.»د طالبانو د خپرو کړو اعلامیو په بنسټ، له حکومته را بېلو شویو کارکوونکو ته د ددوی له لوري دروند هرکلی ویل شوی او هغوی هم په راتلونکي کې له حکومت سره  د نه همکارۍ ژمنه کړې.یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول د طالبانو د مشر له لوري د عمومي عفوې تر اعلان وروسته د حکومت له لیکو د امنیتي او اداري کارکوونکو تېښته په بې ساري ډول زیاته شوې.هره میاشت سلګونه دولتي کارکوونکي د طالبانو څنګ ته ورځي، چې د هغوی له لوري نازول کېږي او د سر او مال د امنیت ډاډ ورکول کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/165800/دریو-ولایتونو-کې-لسګونه-دولتي-کارکوون/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading