بازتاب نیوز

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د افغانستان د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د روژې او اختر په درناوي دې اوربند وکړي او جګړه دې بس کړي. ددغه وزارت وزیر عبدالحکیم منیب نن په خبري کنفرانس کې د حکومت پر وسله والو مخالفینو او افغان حکومت غږ وکړ چې د الله رضا په خاطر اوربند ته غاړه کېږدی ترڅو د سولې لپاره زمینه برابره شي. ((د اختر د مبارکو شپو په احترام او د الله د رضا به خاطر باندې د خپل د ملت لپاره اوربند ته غاړه کېږدی، بین الافغاني خبرې پیل کړی، تر څو ځان خاوره او خپل ملت د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یو باعزته او دایمي سولې ته ورسو)) نوموړې همدارنګه وویل، چې کرونا وېروس سره د مبارزې په هدف د ارشاد حج اوقافو وزارت دیني فتوا په لیکنې بڼه بازار کې ترلاسه کولای شئ چې دا فتوا د روغتیا وزارت له ټولو سپارښتنو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو له خلکو غوښتنه کړې ده چې د اختر ورځو کې په خپلو کورنو کې پاتې شي. The post د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/22/د-ارشاد،-حج-او-اوقافو-وزارت-د-جګړې-له-ښک/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading