بازتاب نیوز

یوازې کابل کې د کرونا ۳۱۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

عامې روغتیا وزارت تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۵۴۲ تازه مثبتې پېښو له ثبتتېدو خبر ورکړی دی.

دعامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې چې نن ( جمعه غبرګولي ۲ ) یې خپاره کړي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۴۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې ډېری یې کابل ولایت کې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۳۱۶ کابل، ۴۷ هرات، ۲۴ ننګرها، ۲۴ بغلان، ۱۹ بلخ، ۵ پکتیا، ۱۳ غزني، ۱۵ لغمان، ۳ وردک، ۱۵ فراه، ۸ پنجشیر، ۱۸ کونړ، ۵ دایکندي، ۲ نورستان او ۱ لوګر ولایت کې ثبت شوې ده.

د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره، ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹ زره او ۲۱۶ ته ورسېد، چې له همدې شمېر څخه نږدې ۲۰۰ کسان مړه او نږدې زر کسان بېرته رغېدلي دي.

عامې روغتیا وزارت چارواکي خبرداری ورکوي، چې کرونا ویروس هېواد کې ډېر په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، داسې چې پخوا به له ۱۰۰۰ مشکوکو سمپلونو ۲۰۰ به یې مثبتې ښودل کېدې، خو اوس له ۱۰۰۰ شکمنو پېښو ډېری یې مثبت ښودل کېږي.

په ورته وخت کورنیو چارو وزارت د اختر ورځو کې له اړتیا  پرته د خلکو پر ګرځېدا د جدي بندیز خبر ورکړی او دې امر کې یې د خلکو مرسته غوښتې ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/26807

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading