بازتاب نیوز

کورونا ويروس؛ طالبان هم پرې اخته شوي

٢ غبرګولی ١٣٩٩ سلام وطندار

په هرات ولايت کې يو شمېر  طالبان پر کورونا ويروس اخته شوي دي.

د طالبانو هغه دوه تصويره چې پر کورونا ويروس اخته شوي سلام‌وطندار ته رسېدلي ښيي چې روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی.

په دې تصويرونو کې ليدل کېږي چې طالبان پر کورونا ويروس اخته شوي، بد روغتيايي وضعيت کې دي او  روغتيا لپاره يې د درملو له نشته شکايت کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه چې رسنيو ترلاسه کړې، له طالب جنګياليو غوښتل شوي چې روغتيايي لارښوونې عملي کړي تر څو له کورونا ويروسه مخنيوی شوی وي.

په دې اعلاميه کې همداراز له طالبانو غوښتل شوي چې ګاونډيو هېوادونو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت له طالبانو په ځلونو غوښتي چې د دوی روغتيايي کارکوونکيو ته اجازه ورکړي ترڅو د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=55220

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading