بازتاب نیوز

بغلان کې زورواکو دولتي ځمکې غصب کړي

٢ غبرګولی ١٣٩٩ سلام وطندار

د بغلان امنيې قومندانۍ سره ۱۰۰ مټرۍ کې د څارويو پلور د بازار ځمکې چې د بغلان د پلخمري د نساجۍ رياست او ښاروالۍ ورباندې دعوه ده؛ د زورواکو له لوري د غصب په حال کې دي.

د پلخمري د نساجۍ دستګاه رييس حاجي‌قادر سلام‌وطندار ته وايي چې يادې ځمکې نساجۍ پورې اړوندې دي او په ځلونو يې امنيې قومندانۍ او د ملي امنيت رياست ته رسمي مکتبونه هم لېږلي چې د زورواکو له لوري غصب کېږي؛ خو وايي چې تر اوسه يې اړه ګام نه دی پورته شوی.

له دې سره د پلخمري ښاروال نظام‌الدین حمیدي بيا وايي چې يادې ځمکې د ښاروالۍ دي او د نساجۍ رياست سره يې پرې دعوه ده.

حميدي زياتوي چې تر اوسه پورې هيچاته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ودانۍ پرې جوړې کړي.

د بغلان د والي وياند نذیر نظم وايي چې چاته به اجازه ور نه کړي چې دولتي او د نساجۍ ځمکې غصب کړي.

سره له دې چې درې بنسټونه وايي دا ځمکې دولتي دي؛ خو بيا هم ليدل کېږي په سيمه کې د يوه زورواکي له لوري د اوسېدو يوه ودانۍ جوړه شوې ده او نور خلک هم غواړي چې په دې ځای کې ودانۍ جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي په اړه فرمان هم صادر کړی؛ خو بغلان کې دا فرمان يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دی.

له بل لوري د بغلان ولايت د سرپرست په مشرۍ په دې ولايت کې د دولتي ځمکو د غصب  د مخنيوي په موخه يوه کمېټه هم جوړه شوې؛ خو دې کمېټې تر اوسه پورې هېڅ کار هم نه دی کړی.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=55219

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading