بازتاب نیوز

په هرات کې د کرونا وېروس ۴۷تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د هرات ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شيرزي کليد راډيو ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۷ شکمنې نمونې د ياد ولايت کرونا تشخيص ځانګړي مرکز کې کتل شوي، چې له ډلې يې ۱۰۷ نمونې دهرات اړوند وې، چې ۴۷ ترې مثبتې تثبيت شوي. هغه وايي د نوو پېښو په ثتېدو سره په ياد ولايت کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۱تنو ته لوړ شو. نوموړي زياته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يو تن په ياد ولايت کې د کويډ ۱۹ ناروغۍ له لاسه ژوند له لاسه ورکړی، چې په دې سره د ياد ويروس له کبله په ياد ولايت کې د مړو شويو کسانو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد. د مسؤلينو په خبره په ياد ولايت کې پر کرنا اخته ۱۴۷ تنه بستر دي چې د نهو تنو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی The post په هرات کې د کرونا وېروس ۴۷تازه مثبتې پېښې ثبت شوې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/22/په-هرات-کې-د-کرونا-وېروس-۴۷تازه-مثبتې-پې/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading