بازتاب نیوز

پاکستان کې د الوتکې غورځېدو له کبله لسګونه کسان وژل شوي دي

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د جیو نیوز د معلوماتو له مخې د کراچۍ ښار هوایي ډګر ته څېرمه د پي ای اې هوایي شرکت یوه ملکي الوتکه غورځېدلې ده . دوی همدارنګه زیاتوي چې یاده الوتکه داسې ځای کې غورځیږي، چې هلته ګڼ کورونه دي او خلک په کې ژوند کوي. د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې الوتکه کې ۹۹تنه سپرلۍ حضور درلود چې ددې پېښې له کبله ټول وژل شوي دي. دپاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې د خبر په اساس یاده الوتکه د پاکستان لاهور څخه کراچۍ ښار ته سفر کاوه چې منزل ته په نږدي کېدو سره یې سقوط کړی. دا چې نور څومره کسان به ددې بېښې له کبله وژل شوي وي، راتلونکو راپورونو کې به یې درته وړاندې کړو. The post پاکستان کې د الوتکې غورځېدو له کبله لسګونه کسان وژل شوي دي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/22/پاکستان-کې-الوتکې-د-غورځېدو-له-کبله-لسګ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading