بازتاب نیوز

د پاکستان کراچۍ ښار کې د ملکي کسانو الوتکه لوېدلې

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د پاکستان رسنیو راپورونو کې ویلي، چې د پاکستان کراچۍ ښار کې هغه لوتکه پرېوتې چې ملکي کسان پکې سپاره وو.

راپورنو کې ویل شوي چې الوتکه له کراچۍ ښار څخه لارهور روانه وه، چې تر پرواز لږ وروسته لوېدلې ده.

تراوسه څرګنده نه ده چې الوتکه کې څو کسان سپاره وو، او نه هم د مرګ ژوبلې په اړه څه ویل شوي، خو ویل کېږي چې الوتکه داسې ځای کې لوېدلې چې د خلکو کورنه هم پکې شته.

د پېښې له ځایه لوګي پورته شوي، او د مرګ ژوبلې په اړه یې جدي اندېښې  شتون لري.

داسې هم ویل کېږي چې پاکستان کې د کرونا ویروس له امله تر څو میاشتینې قرنطین وروسته دا لومړنۍ الوتنه شمېرل کېږي.

د پاکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/26811

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading