بازتاب نیوز

په پروان ولایت کې بیا د وارداتي برښنا ستن ویجاړه شوې

٢ غبرګولی ١٣٩٩ آریانا نیوز

د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د وارداتي برښنا یوه ستنه د ناڅرګندو کسانو لخوا د چاودیدونکیو توکو پر چاودنه ویجاړه شوې ده. د پروان والي ویاند وحید شهکار ویلي، چې نن د سهار شاوخوا ۴ بجې ناڅرګندو وسلوالو د چاريکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د وارداتي برښنا ستن د چاودیدونکیو توکو پر چاودنه ویجاړه شوې ده. هغه زیاته کړې، چې پېښه له ماین چاودنې رامنځته شوې او پولیسو یې په تړاو دوه کسان نیولي دي. د اړوند معلوماتو له مخې؛ یاده ستنه بشپړه ویجاړه شوې نده او د بیارغونې کار یې پیل شوی دی. د بېخبنایي سرچینو لکه برښنا، پلونو، سړکونو او نورو عامه تاسیسات د ویجاړولو لړۍ له پخوا څخه راروانه ساتل شوې ده. په دې وروستیو میاشتو کې د وارداتي برښنا ستنې او مزي د ناڅرګندو کسانو لخوا پر نښه شوي، چې میلیونونه افغانۍ زیانونه یې  خلکو او حکومت ته اړولي دي. سربیره پردې د انرژۍ او برښنا پر تخنیکي کارمندانو هم چاودنې شوي، چې تازه هغه یې د برښنا شرکت پر تجارتي مرستیال چاودنه ده، چې د دې شرکت ۸ کارمندان یې ټپیان کړل.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-پروان-ولایت-کې-بیا-د-وارداتي-برښنا-ست/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading