بازتاب نیوز

بدخشان کې د ۵ امنيتي ځواکونو پر وژل کېدو اعتراض

٢ غبرګولی ١٣٩٩ سلام وطندار

د بدخشان ولايت د مرکز فیض‌اباد ښار د اتمې حوزې اړوند د یفتل‌بالا سيمې اوسېدونکي وايي چې د دوی په سيمه کې د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کې ۲ د ملي اردو سرتېري او ۳ محلي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.

دوی وايي، د امنيتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو بريد نن د جمعې د ورځې دشپې له ۱۲ بجو پيل او سهار وختي تر ۴ بجو پورې يې دوام وکړ.

يادې پېښې د قربانيانو د کورنيو او د سيمې د اوسېدونکيو غبرګون راپارولی دی. د امنيتي ځواکونو کورنيو او د سيمې اوسېدونکيو دې پېښې ته په غبرګون کې د قربانيانو مړي د بدخشان مرکز فیض‌اباد ته لېږدولي او له دولته د عدالت غوښتنه کوي.

دوی امنيتي مسوولان پر بې‌غورۍ تورنوي ځکه چې د اړتيا پر مهال يې مرستندويه ځواکونه نه دي ورلېږلي.

د وژل شويو سرتېرو د کورنۍ له ډلې ولي‌الله وايي، په یفتل‌بالا سيمه کې د امنيتي ځواکونو شمېر بېخي کم دی او له همدې کبله د طالبانو په بريد کې امنيتي ځواکونو ته ډېره مرګ‌ژوبله اوړي.

له دې سره بدخشان کې د ملي اردو سرتېری وايي، په پوستو کې د امنيتي ځواکونو د کموالي له کبله طالبان د يوه بريد پرمهال سلګونه ډزې کوي؛ خو دوی يوازې د ۶ مرميو د ډزو حق لري. د نوموړي په وينا، ځکه چې په دې پوستو کې يوازې ۶ سرتېري موجود وي.

د بدخشان د امنيې قومندانۍ وياند ثناالله روحاني هم مني چې  د امنيتي ځواکونو پر پوستې د طالبانو بريد کې ۵ ځاي او د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې نښتو کې ۱۴ طالبان هم وژل شوي او له ۱۰ ډېر ټپيان شوي.

له بل پلوه د ۲۱۷ پامير قول اردو د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یفتل‌بالا کې امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د طالبانو بریدونه په شا کړي او د یوه قومندان په ګډون يې ۱۳ طالبان يې وژلي.

په دې خبرپاڼه کې د نظاميانو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=55221

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading