بازتاب نیوز

هلمند اوسېدونکي: د کرونا وېروس کابو کولو په برخه کې هېڅ نه دي شوي

٢ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

دهلمند اوسېدونکي د روغتیا دریاست پرمسئولینو د بې غورۍ او بيکاره مدیریت تور پوري کوي او وایې چې تراوسه پورې په دې ولایت کې د کرونا ناروغۍ په تړاو د ریاست مسوولینو لخوا دعامه پوهاوي په برخه کې د پام وړ کاړ نه دی شوی. خو چارواکي وايي دوی د مرکز له مرستو پرته په خپلو امکاناتو د کرونا د وېروس د احتمالي ناروغانو لپاره لسګونه بسترونه چمتو کړي دي. سره له دې چي څو اونۍ وړاندې هلمند ته د کرونا وېروس په ضد د ښې مبارزې لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ورکول شوي دي، خو کرونا (کویډ۱۹ )وېروس د مخنیوي او ورسره د مبارزې او عامه پوهاوي په اړه ولایتي کمیټې د پرلپسې ناستو سربېره په دې نه ده توانیدلې چې د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي او د ناروغانو د ښې درملنې په هدف هغه امکانات پیدا کړي چې ددې وېروس کابو کولو کې ترې ګټه واخیستل شي. په دې اړه ددې ولایت ۲تنه اوسېدونکو کلید ته وویل، چې په دې ورستیو کې هم د یاد ریاست لخوا ویل کیږې چې ځینې پېسې د کرونا نارورغۍ د یو لړ توکو په رانیولو باندې مصرف شوي دي خو دوی تردې مهاله پورې هېڅ هم نه دي لیدلي ،دوی ټینګار کوې چې د ښځینه وو په ګډون دې یاد ریاست پرعامه پوهاوي باندې زیات کار وکړي ترڅو یو شمېر هېواد وال ددغه ناروغۍ څخه خلاصون ومومي . ((په ټولنیزو رسینو باندې دوی پورته کړي وه چې داسې یو کلینک یې جوړکړی دی په هغه کلینیک او هغه تصویرونو کې داسې معلومېدل چې دوی داسې یو ساده ځای جوړ کړی دی د مریضانو لپاره هغه مواد یاهغه څه چې باید خلکو ته ورکړل شې د کرونا وېروس سره د مبارزې لپاره ،لکه ماسک ،دستکشې  او داسې نور بل ددې ترڅنګ د عامه پوهاوي په برخه کې باید کار وشي )) په نړیواله کچه ترموږ تاسو ته بهتره معلومه ده چې ترهلمند نورو ولایتونو کې هرڅه سهولت برابردی دهلمند په صحت عامې کې خوصوصآ شفخانې کې ساده یو ډبه یې موږ ته ایښې ده زموږ کسان کرونا نیولي دې ساده اکسیجن ورکوې دلس روپو ګولۍ ورته ورکوي چې مثال دده درد کنټرول شې دا دومره پېسې چې هلمند ته راغلي دا څه شوې )) تر روزګان وروسته هلمند یو دهغه ولایتونو څخه و چي د کرونا وېروس مثبتې پیښې په کې تر ټولو اخر ثبت شوې.تر دې دمه په دې ولایت کې په کرونا اخته کسان شمېر زیات دی چې په دې ورسیتو کې یو تن ترې مړ شوی هم دی د هلمند خلک وايي هغه سپارښتونو ته اولیت ورکوي چي دروغتیا پالانو او دولتي مسئولینو څخه ورته رسیږي.دوی د کرونا سره داغېزمنې مبارزې په خاطر ولسوالیو ته دروغتیايي ځانګړو خدمتونو دانتقال غوښتنه کوي. « ۵۰میلیونه پېسې چې راغلي دي یوه روپۍ د داسي څه لپاره نه دې لګول شوي یاماسک یاصابون وۍ یا د یو بل دوا لپاره ترې ګټه اخیستل شوي وي چې هیڅ شې لپاره نه دې استعمال شوي یو څو روځي مخکې لاویل کېدل چې پرځینو لارو مو چیک پایټونه درولي دي خلک ګوري چې راځي  د ولسوالیو څخه هغه هم نشته په هلمند کې عامه پوهاوی نشته باید په هلمند کې په ولسوالیو او ولایتونو کې دعامه پوهاوي لپاره کار وشې )). سره له دې چې  په هلمند کي دکرونا وېروس ډېرناوخته خپور شو،خو د خلکو لخوا پر دولتي چارواکو د بې غورۍ او کمو امادګیو په خاطر نیوکي ډېرې شوې دي. دهلمند دعامي روغتيا رییس عبدالاحد حازم وايي دوی لټي نه ده کړې. ښاغلي حازم کلیدته وویل تراوسه يې له مرکز څخه د ورکول شویو ۵۰ میلیونه افغانيو تر مصرف او لګولو مخکې  تر سل ډېر بسترونه د احتمالي زیاتیدونکو ناروغانو لپاره چمتو کړي دي. ((موږ دهلمند په ولایت کې ۵۰بستریزروغتون چې د ملکه ثریا په نوم یادېږي دا مو د کرونا (کویډ ۱۹) ناروغانو لپاره ځانګړی کړی دی، څنګه چې دا روغتون له مخکې څخه فعال وه څه ناوخته بیا پېسې راغلي هلمند ولایت راغلي بیا مو دهغه پېسو څخه عاجل د ولایت د مقام تررهبرۍ لاندې اجناسو او تجهزاتو یو قرارداد وکړ تقریبا له دروېشت میلیونه افغانیو په اندازه باندې چې نن مو تقریبآ یو اندازه اجناس په هغه شفخانه کې تحویل کړې هم دي)) دهلمند دروغتیا د ریاست دمعلوماتو له مخې په کرونا وېروس اکثره اخته کسان د لښکرګاه اوسېدونکي دي او تر دې دمه د ولسوالیو څخه کمو خلکو ورته مراجعه کړی ده. باید وویل شې چې په هېواد کې د کرونا وېروس د مثبتو پیښو شمېردمګړی  تر ۸زرو اوښتی.دروغتیا دوزارت دمعلوماتو له مخي یاد ه ناروغۍ اول ځل په هرات ولایت کې ثبت شوه تر هرات ورسته ددې ناورغۍ ګراف نور ولایتونو ته هم وغځول شوه روغتیا پالان وايي که د افرادو ترمنځ یو متر فاصله مراعت شي.په صابون دورځي څو ځله لاسونه پریمنځل شي او د پرنجي یا ټوخي پرمهال له دستمال او د لاس له څنګلې څخه کار واخستل شسي لرې نه ده چې کرونا هم له نړۍ د نورو وېروسونو په څېر ژر ختم او له منځه یوړل شي. The post هلمند اوسېدونکي: د کرونا وېروس کابو کولو په برخه کې هېڅ نه دي شوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/22/هلمند-اوسېدونکي-د-کرونا-وېروس-کابو-کول/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading