بازتاب نیوز

د آسیا پراختیایي بانک مشرانو بورډ د بانک بودجه تصویب کړه

٢ غبرګولی ١٣٩٩ آریانا نیوز

د آسیا پراختیایي بانک د مشرانو بورډ په خپل کلنۍ ناسته کې د دغه بانک د مالي لګښتونو بودجه تصویب کړه. د آسیا پراختیایي بانک په خپله رسمي ویب پاڼه کې لیکلي چې د دې د مشرانو بورډ د بانک د مالي لګښتونو او د کال ۲۰۱۹ د خالص عاید تخصیص نن په کلنۍ ناسته کې تصویب کړه. دغه کلنۍ ناسته نن د جمعې پر ورځ د کرونا رنځ له ویرې د ویډیو له لارې په مجازي توګه ترسره شوه. ښاغلي ماساسوګو آساکاوا، د دغه بانک مشر، غونډې ته د خپلو څرګندونو په لړ کې وویل: “زمونږ سمدستي لومړیتوب د پرمختللي غړو هیوادونو لپاره حیاتي ملاتړ چمتو کول دي ځکه چې دوی د کوویډ۱۹ وبا سره لاس او ګریوان دي او باید خپل اقتصاد د دوامداره ودې په حالت کې وساتي.” هغه زیاته کړه: “د مالي لګښتونو او د خالص عاید تخصیص په اړه نن ستاسو تصویب ډاډ ورکړ چې مونږ د لویو ننګونو د حل لپاره مالي ثبات لرو چې دا ډاډ سیمه کې د میلیونونو خلکو پر ژوند او اقتصاد ښه اغیزه کوي.” د مشرانو د بورډ رئیس بیا داسی وویل: “نن ورځ زمونږ انتخاب او هڅې به دا څرګنده کړي چې آیا مونږ کولی شو د اوسنی روغتیایي ناورین او اقتصادي بحران باندې بریالي شو که نه!” هغه زیاته کړه: “د آسیا پراختیایی بانک باید اوسنې بحران یو فرصت ته واړوي، د کوویډ۱۹ په اړه د موندنو د شریکولو ترڅنګ باید له نادارو هیوادونو مالي ملاتړ پراخ کړل شي.” د مشرانو د بورډ لخوا یو پریکړه لیک تصویب شو چې پر اساس یې د کال ۲۰۱۹ عادي پانګې له سرچینو څخه، ۱ اعشاریه ۰۶۹ ملیارډ ډالر د خالص عاید په څیر تخصیص کړل شو. یاد تخصیص شوي رقم به په دا ډول وویشل شي؛ ۶۱۵ اعشاریه ۷ ملیون ډالر د خالص عاید تولید لپاره د آسیا پراختیایی بانک د پانګوالي ملاتړ لپاره، د آسیا پراختیایی بودجې ته ۲۵۹ اعشاریه ۵ ملیون ډالر چې د آسیا پراختیایی بانک لږعایدلرونکي غړو هیوادونو ته وړیا مرستې ورکوي، د تخنیکي مرستو ځانګړي بودجې ته ۱۳۰ ملیون ډالر، چې په دي کې د کوویډ-۱۹ رنځ د مبارزې ملاتړ هم ښکیل دی، د سیمه ییزې همکارۍ بودجې ته ۳۰  ملیون ډالر، د اقلیم بدلون بودجې ته ۲۴ ملیون ډالر، او ۱۰ ملیون ډالر د آسیا د اوقیانوس ناورین د غبرګون بودجې ته، ورکول کیږي. د آسیا پراختیایي بانک تل په فعاله توګه خپلو غړو سره مرسته کړې؛ لکه څرنګه چې یې د اپریل په ۱۳ مه د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې کڅوړې ته ۲۰ ملیارد ډالرو ور وغورځول.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-آسیا-پراختیایي-بانک-مشرانو-بورډ-د-بان/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading