بازتاب نیوز

دیني عالمان: د اختر په ورځو کې د مړو فاتحې او هدیرو تګ شرعاً جواز نه لري

٢ غبرګولی ١٣٩٩ پژواک خبري اژانس

کابل (پژواک، ۲غبرګولی ۹۹) : یو شمیر دیني عالمان وایي چې د اختر په ورځو کې د مړو فاتحې او هدیرو ته ورتګ شرعاً جواز نه لري، ځکه چې د خلکو د خوښۍ ورځې په غم بدلیږي.

دا په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادوال داختر په لومړۍ ورځ دهغو خپلوانو او دوستانو کورونو ته ځي چې له تېر اختر راهیسې یې د کورنۍ غړي مړه شوي وي، دغه راز دوی د اختر په لومړۍ ورځ د سهار له لمانځه وروسته هدیرو ته ځي او مړوته دعاګانې کوي.

د اختر په لومړۍ ورځ يو معمول دود دا دى، چې دوستان د متوفي کور ته ځي او د کورنۍ غړو ته یې ډاډينه او تسليت ورکوي.

غم لرونکې کورنۍ د اختر په ورځو کې نوې جامې او د اختر مېوې (کلچه او وچه مېوه) نه اخلي او له مېلمنو څخه په چاى او شېريني او کله ناکله په خرما او تازه مېوې او ان کله ناکله د غرمې ډوډۍ مصرف ګالي او د هغوى هرکلى کوي.

دا کار اوس د يوه دود په توګه په کابل او نورو ولايتونو کې بدل شوى او کله چې يو څوک له اختر نه مخکې مړ کېږي، ګاونډيان او دوستان يې د کورنۍ له غړو سره د غمشريکئ او همدردئ لپاره دهغوى کور ته ځي. ډېرى خلک په دې اند دي، چې د اختر په لومړۍ ورځ د داسې ګاونډيانو او دوستانو کورونو ته په تلو سره، چې د خپلې کورنۍ غړى يې له لاسه ورکړي وي، د دوى دوستانه اړيکې لاپسې ټينګېږي.

خوديني عالمان وايي، چې د غمشريکۍ او د فاتحې مراسم د مړي له خښېدو وروسته تر درېيو ورځو پورې محدود دي، خو يو شمېر خلک د ناوړه دودونو له امله ډېرى وختونه د شريعت خلاف عمل کوي او د اختر په ورځو کې د فاتحې لپاره د عزادارانو کورنيو ته په ورتلو سره د هغوى غم تازه کوي.

د هېواد یو تن دیني عالم دوکتور افتخار احمد کاکړ وایي، دا اوس د یو شمېر مسلمانانوعادت جوړ شوی چې داختر په لومړۍ ورځ هدیرو ته او یا هم د هغو خپلوانو کورونو ته د فاتحې لپاره ورځي چې د کورنۍ غړي یې تازه وفات شوي وي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، رسول الله (ص) فرمایی : (( ما داسلام له پیل څخه د قبرونو له زیات نه منع کړي وو ، خو اوس اجازه در کوم ځکه چې هلته تګ تاسو ته اخرت دریادوي.))

دوکتور افتخار وایي، په دې حدیث شریف کې د قبرونو دزیارت اساسي هدف دادی چې مسلمانانو ته اخرت وریاد کړي ، څو عباداتو ته متوجه شي. د نوموړي په وینا، د قبرونو د زیارت لپاره وخت ، ورځ یا نېټه نه ده ټاکل شوې، خلک هره ورځ تللی شي، خو دیوې ورځې ټاکل داسلامي تعلیماتو خلاف دی. کاکړ وویل چې دا کار شرعي بڼه نه لري اود علماوو په فتوا مکروه عمل دی.

ده زیاته کړه، دغه کار هغه مهال د حرام درجې ته رسیږي چې ښځې او نارینه، او نا محرم په ګډه هدیرو ته ځي او پر یوه قبر سره راټولیږي.

افتخار احمد کاکړ چې اوس په اسټرالیا کې میشت او هغه د مسلمانانو دفتوا د کمېټې غړی هم دی وایي، له رسول الله ص تابعینو او نورو سلف الصالحینو څخه دانه دی ثابت شوی چې ګوندې څوک دې د اختر په ورځ د سهار له لمانځه مخکې یا د اختر له لمانځه وروسته هدیرو ته ولاړ شي.

ده زیاته کړه : (( کله کله داسې اعمال چې په خلکو کې ډېر رایج شي، خلک فکر کوي چې ددین یو جزء یا اساس دی، خو په اصل کې داسې نه وي. ))

داختر په ورځو کې د مړي کور ته د فاتحې لپاره د تګ په اړه کاکړ وایي، دا یو ناروا عمل دی، ځکه چې دوی پخوا له اړوندې کورنۍ سره غمشریکي کړې وي او اوس غواړي د خوښۍ په ورځ تکراراً دا کار وکړي او د هغوی غم تازه کړي. د هغه په وینا، علما وایی چې غم درې ورځې وي، د غم بیا تازه کول دخوښۍ په ورځ ښه کار نه دی.

کاکړ وایي، په کلیو کې خو ټول کال لسګونه کسان مړه شوي وي، که داختر په ورځو کې ددې ټولو فاتحې وشي، خو خوښۍ لپاره څه نه پاتې کیږي او ټولې ورځې د غمونو په تازه کولو کې تېریږي.

د هغه په وینا، رسول الله ص د اختر ورځې د خوراک څښاک او خوښۍ ورځې یادې کړې دي، خو دا چې څوک فاتحې لپاره ورځي نو له دغو خوښیو پاتې کیږي. ده زیاته کړه، چاچې د یوه مړي د جنازې او تدفین په مراسمو کې ګډون کړی وي او یا یې هماغه وخت کې غمشریکي کړې وي، اړتیا نشته چې څو میاشتې وروسته داختر په خوښیو کې دا غم بیا تازه کړي. د کابل ښار د نهمې حوزې یو تن اوسېدونکې شفیقه چې ورور یې څو میاشتې مخکې وفات شوی وایي، چې ګڼ شمېر خپلوان به یې د اختر په لومړۍ ورځ کور ته راځي. هغه پژواک ته وویل : (( زه خبره یم چې دا غیر شرعي عمل دی، خو خپلوان ، دوستان له راتګه نه شو منع کولی.)) د نوموړې په وینا، دا په افغانستان کې اوس یو دود ګرځېدلی او علماء کرام باید د جوماتونو له لارې په دې اړه ډېر تبلیغ او عامه پوهاوی وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/572462

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading