بازتاب نیوز

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۹۲۱۶ ته رسیدلی

٣ غبرګولی ١٣٩٩ آریانا نیوز

له تېرو څلیریشت ګړیو څخه د کرونا ویروس ۵۴۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو ناروغانو شمېر ۹ زره او ۲۱۶ ته لوړشو. د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا ویروس ۱۲ کسان مړه شوي، چې له دې سره د ټولو مړو شویو شمېر۲۰۵ او د روغو شویو  ۹۹۳ تنو ته رسیدلی دی. د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، چې خلک دې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي؛ ځکه د دوی د بې پروایۍ او بې تفاوتۍ له کبله په هېواد کې د دغه ویروس پېښې مخ پر ډېریدو دي. نوموړي ټینګار کړی، چې د واکسین او یا کومې بلې حل لارې ترموندلو پورې خلک مکلف دي، چې له دغه ویروس سره ژوند وکړي او د ژوند د دوام لپاره باید لاندې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي؛ ټولنیز واټن په پام کې نیول، د ماسک کارول او د لاسونو دوامداره مینځل دي.  د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، که خلک روغتیایی سپارښتنې عملي نه کړي لوی ناورین به رامنځته شي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-افغانستان-کې-پر-کرونا-ویروس-د-اخته-ک?%-2/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading