بازتاب نیوز

د محمد نبي خیریه بنسټ له ۱۴۳کورنیو سره مرسته وکړه

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د محمد نبي خیریه بنسټ د هېواد په څلورو ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل، چې له مخې په هلمند کې ۵۰، پروان کې ۴۰، کونړ کې ۳۸ او کابل ولایت کې ۱۸بې وزلو کورنیو ته دا مرستې ورسېدې. محمد نبي خیریه بنسټ دا مرستې د افغان لوبغاړو او رضا کارا ځوانانو لخوا اړمنو کورنیو ته ورسول شوې، چې دې لوبغاړو کې کریم صادق، هستي ګل عابد او رضاکارا ځوانانو برخه درلوده. د محمد نبي خیریه بنسټ د کورونا وایروس له خپریدو سره یې خپلې مرستې چټکې کړې دي. دې بنسټ د افغانستان نژدې ټولو ولایتونو کې د یوشمېر بې وزلو لاس نیوی کړی دی. محمد نبي پر نورو شتمنو هم غږ کړی چې هېواد کې له اړمنو سره مرسته وکړي او دې کار کې ده اوګه ورکړي. The post د محمد نبي خیریه بنسټ له ۱۴۳کورنیو سره مرسته وکړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/23/د-محمد-نبي-خیریه-بنسټ-له-۱۴۳کورنیو-سره-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading