بازتاب نیوز

د کابل ښار د امنیتي حوزو مسؤلینو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د کابل ښار د امنیتي حوزو مسؤلینو ته خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته که یې د مسؤلیت سیمو  کې د موټرسایکل لروونکو کسانو لخوا ترور ترسره شي، له دندې ګوښه کېږي.

کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه تر هغه وروسته کړې، چې تېرماښام ( جمعه غبرګولي ۲ ) د کابل ښار دوولسمې حوزې اړوند سیمه کې دوه پولیس د موټر سایکل لروونکو کسانو لخوا په ډزو وویشتل شول.

کورنیو چارو وزارت وايي، یو پولیس وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلی، چې د شوې پېښې په تړاو د دوولسمې حوزې د سیمې د کنترول مسؤل او د ټولي قومندان له دندې  ګوښه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت له دې مخکې کابل ښار کې تر نامعلومې نېټې د موټرسایکل په ګرځېدا بندیز لګولی و، ځکه په وینا  یې ډېری هدفي وژنې له موټرسایکل څخه په ګټې اخیستو ترسره  کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/26816

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading