بازتاب نیوز

د اختر په ورځو کې په کور کې پاتې شئ او د خپلې کورنۍ له غړو سره یې ولمانځئ

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ډاکټر وحید مجروح، له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره، د اختر په ورځو کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي او دغه

ورځې په کور کې په پاتې کېدو سره د کورنۍ له غړو سره ولمانځي.
هغه وویل، شمېر ښیي چې په وروستیو څلور ورځو کې د کووېډ ۱۹ ناروغانو شمېر، په ځانګړي ډول په کابل کې په بې ساري توګه زیات شوی او د دغو ناروغانو اړوند روغتونونو کې د آی سي یو اتاقونه ډک شوي دي.
مجروح ټینګار وکړ، که خلک له دې زیات د تګ راتګ محدودیت مراعت نکړي او د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو عمل ونکړي، هغه فاجعه به رامنځته شي، چې عامې روغتیا وزارت ورڅخه اندېښنه لري.
هغه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو له مرستیال سره یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وینا کوله، زیاته کړه: د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې، د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۱۰۰۷ شکمن سمپلونه تر ازموینې لاندې نیول شوي، چې له دې جملې څخه، ۵۳۱ سمپلونه مثبت پېژندل شوي دي.
مجروح وویل، چې د ۵۳۱ تازه پېښو په ثبتېدو سره، په هېواد کې پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو ټولیز شمېر ۸۶۷۶ تنو ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال زیاته کړه: د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال، ۸ تنه پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته کسان جوړ شوي او ۶ تنو نورو بیا د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه تردې مهاله له کووېډ ۱۹ ناروغۍ څخه د روغو شویو کسانو ټولیز شمېر ۹۳۸ او د مړو شویو هغو ۱۹۳ تنه اعلان کړ.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال، عبدالمنان شیوا شرق، له رسنیو څخه غوښتنه وکړه، چې په ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره، د مرستې رسونې او عامه پوهاوي له بهیر څخه په کلکه څارنه وکړي او له هغه څخه راپورونه برابر کړي.
دغه راز نوموړي د رسنیو، په ځانګړي ډول د تلویزیونونو له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، څو د اختر په ورځو کې د داسې پروګرامونو له جوړولو څخه مخنیوی وکړي، چې د ګڼې ګوڼې جوړېدو لامل کېږي.
شیوا شرق دې ته په اشارې سره، چې په ولایتونو کې د عامه پوهاوي لپاره د بودجې لګولو طریقه رڼه نده؛ له هغې څخه د څارنې په برخه کې د رسنیو او مدني ټولنو رول مهم وباله.
هغه اړمنو او بېوزله کورنیو ته د دولت د ډوډۍ وېشلو پروګرام په اړه وویل، چې تردې مهاله د هېواد په ۳۳ ښارونو کې څه باندې ۳۹۰ زره کورنیو له دغه پروګرام څخه ګټه اخیستې ده.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3218-2020-05-23-05-04-48

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading