بازتاب نیوز

له کرونا ویروس سره د مبارزې کمپاین په جریان کې د اصنافو د فعالیت د مدیریت لپاره د کابل ولایت، وړاندیز شوي تدابیر، د کابینې لخوا تایید شوي دي

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کابل والي وایي: تر کوچني اختر وروسته د پلي کېدو په موخه، په کابل ښار کې د اصنافو فعالیت او موټرو تګ راتګ د څرنګوالي لپاره؛ د کابل ولایت اړوند له کرونا ویروس سره د مبارزې کمېټې وړاندیز شوي تدابیر،

نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تایید شول.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه: د تایید شویو وړاندیزي تدابیرو پر بنسټ، د خوراکي توکو دکانونه، نانوایانې، د تازه میوو او ترکارۍ پلورنې دکانونه، درملتونونه، روغتونونه، روغتیایي مرکزونه، قصابیانې، کورنۍ او بهرنۍ کمک رسوونکې موسسې، بانکونه، د تیلو او ګازو پلورلو ټانکونه، کولای شي چې د عامې روغتیا وزارت د لارښودونو په مراعتولو سره، خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه: هغه رسټورانټونه چې په هوټل کې دننه، مشتریان نلري، خو خواړه استوي، کولای شي چې د عامې روغتیا وزارت د لارښودونو په مراعتولو سره، خپل خدمتونه وړاندې کړي.
د کابل والي وویل: د برقي وسایلو او لوازمو دکانونه، فلزکاریانې، نجاریانې، د موبایل پلورنې دکانونه، ورکشاپونه، موټر فروشیانې او لاس پلورونکي دې، په یوه مشخص ځای کې د عامې روغتیا وزارت د لارښودونو په مراعتولو سره، هر ورځ له غرمې وروسته له ۲:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.
د کابل والي وویل: د وچو میوو، لباسونو، بوټونو، قرطاسیو، ټکټونو او رختونو د پلورنې دکانونه، عکاسیانې او د مینځونکو توکو دکانونه دې، د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۲:۰۰ بجو پورې خپل فعالیت ته ادامه ورکړي.
هغه وویل: غټ او واړه اصناف له ۱۲:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې، خیاطیانې د مازدیګر له ۶ بجو څخه د شپې تر ۸:۰۰ بجو پورې، زرګریانې د اوونۍ په درې تاقو ورځو کې له ۲:۰۰ څخه د شپې تر ۸ بجو پورې او مدافع وکیلان، سمساریانې، بنجاره فروشیانې، سینګارتونونه او سلمانیانې کولای شي چې له ۲:۰۰ بجو څخه د شپې تر ۸ بجو پورې فعالیت وکړي.
هغه زیاته کړه: منډیي ګانې لکه باغ قاضي، پل باغ عمومي، د لېسه مریم بازار، سرای شمالي او نورې عمده فروشیانې کولای شي چې د عامې روغتیا وزارت د لارښودونو په پام کې نیول سره په منظم ډول د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۰۰ پورې فعالیت تر سره کړي.
د کابل والي د وسایطو د فعالیت په اړه وویل، چې د وړاندیزي تدابیرو پر بنسټ، امبولانسونه، اطفایې، دولتي وسایط، د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو، ډیپلوماټانو، لوړ پوړو دولتي چارواکو، پارلمان وکیلانو، د مخابراتي شبکو د کارکوونکو او د تلویزیوني شبکو او خبریالانو وسایط، کولای شي د اړتیا پر وخت د عامې روغتیا وزارت د لارښودونو په پام کې نیولو سره، تګ راتګ وکړي.
هغه ټینګار وکړ، د بسونو او هغو وسایطو تګ راتګ بند دی، چې له ۳ څخه زیات مسافر لېږدوي.
حیدري وویل: لوړ تناژ لرونکي وسایط، د عامې روغتیا وزارت د لارښودونو په مراعتولو سره، کولای شي د شپې له ۹:۰۰ څخه د سهار تر ۵:۰۰ پورې تګ راتګ وکړي.
هغه زیاته کړه: واړه تیز تلونکي وسایط، چې د پلېټ وروستی نمبر یې جفت وي د شنبې، دوشنبې او چهارشنبې په ورځو او هغه وسایط چې د پلېټ وروستی نمبر یې تاق وي د یکشنبې، سه شنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو کې تګ راتګ کولای شي.
د کابل والي ټینګار وکړ چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په جریان کې د وړاندیزي تدابیرو په برابرولو کې د اصنافو د استازو ژمنې شتون لري او یادو تدابیرو ته په نه پاملرنې او د هغو د شرایطو د نه مراعتولو په صورت کې به، قیود نور هم سخت شي.
نوموړي د کابل ولایت له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د کرونا ویروس مخنیوي او کمولو لپاره، د اختر په ورځو کې په کورونو کې پاتې شي، ځکه چې د سهار له ۵ بجو څخه تر ماښامه پورې د کابل ښار ټول مسیرونه د وسایطو پر مخ تړل کېږي او پولیس له نا اړین تګ راتګ څخه په کلکه مخنیوی کوي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3217-2020-05-23-05-01-49

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading