بازتاب نیوز

د ۱۳۹۹مالي کال لپاره د متقاعدینو معاشونه د نوي بایومیټریک له پروسې پرته ورکول کېږي

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: مالیې وزارت د ۱۳۹۹مالي کال لپاره د متقاعدینو معاشونه د دغه طبقې د زیان لیدنې او له دوی سره د مرستې په موخه د بایومیټریک له نوې پروسې پرته او د مخکنیو کارتونو له مخې ورکوي.
د مالیې وزارت د تقاعد خزانې لوی رییس ښاغلي محمد عمر دراني، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرزک کې یې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې زیاته کړه: د کرونا ویروس د خپرېدو او په هیواد کې د قرنطین له کبله د متقاعدینو د بایومیټریک پروسه ځنډېدلې ده، له همدې کبله موږ چې د متقاعدینو له شورا سره کومه ناسته درلوده، د افغانستان حکومت او مالیې وزارت د اوسنیو شرایطواو د متقاعدینو اقتصادي وضعیت په درک کولو سره پرېکړه وکړه، چې د متقاعدینو حقوق له نوبتي جدول سره سم په څلور یا پنځه میاشتو کې ورکړي.
هغه زیاته کړه:" د بایومټریک پروسې له طی مراحلو پرته، متقاعدینو ته د معاشونو د ورکړې موخه داده، چې هغوی اوسني وضعیت ته په کتو سره وکولای شي خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي."
د تقاعد خزانې لوی رییس، له قرنطین وروسته د متقاعدینو د بایومیټریک نوي پروسې بیا پیلولو خبر ورکړ او له متقاعدینو یې وغوښتل، څو د اوسنیو ستونزمنو شرایطو په پام کې نیولو سره په کور کښېنې او د حقونو ترلاسه کولو لپاره دي د خزانې لوی ریاست ته مراجعه نه کوي، ځکه مالیه وزارت پرته له دې چې دوی فزیکي حضور ولري د هغوی د ۱۳۹۹ مالي کال معاشونهن، له جدول او ترتیب شوې بستې سره سم ترسره کوي.
درني وویل، چې مالیې وزارت د نابایومټریک شویو متقاعدینو حقوق د مخکنیو کارتونو مطابق له لاندې درې بستو سره سم ترسره کوي.
۱- هغه متقاعدین او د هغوی وارثین، چې کلني حقوق یې ۷۵ زره افغانۍ وي، سل سلنه (۱۲ میاشتې معاش یې) ورکول کېږي.
۲- هغه متقاعدین او د هغوی وارثین، چې کلني حقوق یې ۷۵ یا ۱۵۰ زره افغانۍ وي، ۷۵ سلنه (۹ میاشتې معاش یې) ورکول کېږي.
۳ـ هغه متقاعدین او د هغوی وارثین، چې کلني حقوق یې له ۱۵۰ زره افغانۍ لوړ وي، ۵۰ سلنه (۶ میاشتې معاش یې) ورکول کېږي.
د تقاعد خزانې رییس زیاته کړه: د متقاعدینو د دوه یا یوې ربعې باقي پاتې معاشونه به، د یادو درې ګټګوریو پر بنسټ، د مالي کال په دوه وروستیو میاشتو کې هم ورکړل شي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3216-2020-05-23-04-58-24

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading