بازتاب نیوز

کراچۍ کې لوېدلې الوتکه کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د پاکستان کراچۍ ښار کې د ملکي کسانو الوتکه لوېدلې، چې لسګونه مسافر پکې وژل شوي دي.

تېره ورځ ( جمعه مې ۲۲ ) د پاکستان رسنیو خبر خپور کړ، چې له لاهور ښار څخه کراچۍ ته ستنېدونکي الوتکه لوېدلې چې په لویه کچه د مرګ ژوبلې په اړه یې اندېښنې راوټوکېدې.

د پاکستان چارواکو ویلي، الوتکه کې ۹۹ کسان سپاره وو، چې د کراچۍ ښار هوايي ډګر ته نږدې داسې سیمه کې لوېدلې چې د خلکو کورنه هم شتون لري.

تر اوسه د ۷۲ کسانو وژل کېدل تایی شوي، چې له همدې شمېر څخه یوازې د پنځو کسانو مړي پېژندل شوي دي.

دې  پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه درلودل، او د یو شمېر هېوادونو مشرانو د شوې پېښې له امله پاکستان سره خپله خواشینې څرګنده کړې ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د خپل ټوېټر له لارې پاکستان سره د همدې پېښې له امله خپله غمرازي شریکه کړې، او ویلي چې دې سخت حالت کې افغانستان د پاکستان تر څنګ ولار دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم له ټولو نړیوالو مشرانو مننه کړې، چې د شوې پېښې په اړه یې د خواخوږۍ پیغامونه ورکړي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/26819

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading