بازتاب نیوز

پنجشیر کې د چت پرېوتو له امله دوه ځوانان وژل شوي

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د پنجشیر ولایت ځايي چارواکي وايي، تېره  شپه یاد ولایت کې د یو کور د خونې چت پرېوتی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي.

د پنجشیر د والي ویاند منصور عنابي ویلي، دا پېښه تېره شپه ( جمعه غبرګولي ۲ ) د یاد ولایت پریان ولسوالۍ شالکچه  کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره د یو دوه پوړیز کور چت لوېدلې او دوه کسان پکې وژل شوي دي.

د پنجشیر د والي ویاند په خبره ورستیو ورځو کې پنجشیر کې شدید بارانونه ورېدلي، چې یو شمېر استوګنځیو ته یې تاوان رسولی دی.

د یادونې وړ چې  پنجشیر کې کله – کله د واورې ښوېدو او بارانونو له امله خلکو ته  مرګ ژوبله اړوي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/26822

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading