بازتاب نیوز

بګرام کې یو امریکايي پوځي وژل شوی

٣ غبرګولی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت په افغانستان کې د یو امریکايي پوځي د وژلو خبر ورکړی دی.د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۲۵ کلن سټیون اول راون بومن، چې د سویلي کرولینا ایالت اوسېدونکی ؤ، درې ورځې وړاندې(تیره سه شنبه) په بګرام هوايي اډه کې د یوې غیري جنګي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.د پنټاګون په خبرپاڼه کې ددې پېښې په هکله نور جزیات نه دي خپاره شوي؛ خو  دومره یې ویل شوی چې وژل شوي پوځي د بګرام په هوايي اډه کې دنده ترسره کوله.د روان کال فبروري میاشتې له ۲۹ مې راهیسې چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک او په پایله کې یې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو وتل پیل شوي، ورسره جوخت په یادو ځواکونو د طالبانو نظامي عملیات هم درېدلي او د امریکايي پوځیانو تلفات هم صفر ته راټیټ شوي دي.په ورته مهال وسله طالبان هم دا مني چې د سولې توافقنامې مطابق او له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو پروسې د یقیني کولو لپاره یې په امریکايي پوځیانو خپل نظامي عملیات ځنډولي دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/165849/بګرام-کې-یو-امریکايي-پوځي-وژل-شوی/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading