بازتاب نیوز

ختېځ کې ولایتونو د کرونا ناورغانو شمېر۸۴۶تنو ته ورسېد

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ختیځ په درېیو ولایتو نو ننګرهار، لغمان او کنړ کې د کرونا وېروس ۴۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي . د ننګرهار ولایت  د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي د ننګرهار په لابراتوار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۸۶شکمنې نمونې کتل شوي دي. روغتیایي چارواکي وایي، چې له دې ډلې یې ۳۲ په ننګرهار۱۰ په کنړ او ۶ په لغمان کې ثبت شوي دي. دې پېښو سره ننګرهار کې  د کویډ۱۹ د مثبتو پېښو شمېر ۵۳۶  لغمان کې ۱۸۷او کنړ کې ۱۳۷ته لوړشو. چارواکي زیاتوي چې تر دې دمه ننګرهار کې د کرونا وېروس له کبله  ۱۹ تنه مړه شوي  او ۲۰ نور روغ شوي هم دي. د یادونې وړدی چې تراوسه په ټول ختیځ کې د کرونا ویروس ۸۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوي . روغتیا پالان  وایي، که خلک روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي پر کرونا دزیاتو خلکو د اخته کیدو امکان شته.   ختېځ کې د کرونا وېروس ۲۹نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي   The post ختېځ کې ولایتونو د کرونا ناورغانو شمېر۸۴۶تنو ته ورسېد appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/23/ختېځ-کې-ولایتونو-د-کرونا-ناورغانو-شمېر/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading