بازتاب نیوز

د پاکستان یوه مسافر وړونکې الوتکه د استوګنې په سیمه کې راغورزیدلې

٣ غبرګولی ١٣٩٩ آریانا نیوز

نن له غرمې وروسته د کراچۍ هوایی ډګر ته نږدې د پاکستان نړیوال هوایی شرکت (پي آی اې) یوه مسافر وړونکې الوتکه راغورزیدلې ده. د ایربس ای ـ۳۲۰ ډوله الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته الوتکې وه، چې نن د جمعې پر ورځ د غبرګولي ۲ د ماسپښین ۲:۳۰ راوغورزیده. پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې نږدې د ۱۲ کارکوونکیو په ګډون ۹۷ کسان په کې سپاره ول. دغې پېښې په اړوند سیمه کې د استوګنې ډېر کورونه زیانمن کړي دي. د پاکستان د چټک غبرګون ځواکونه د پاتې قربانیانو د ژغورنې لپاره سیمې ته رسیدلي دي. د جي ای او د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه له ۱۵ څخه تر ۲۰ کسان ژغورل شوي؛ اته کسان روغتون ته لیږدیدلي او د یوه ماشوم او یو بل کس مړي ترې راایسل شوي دي. د راپورونه له مخې، الوتکه د تخنیکي ستوزې له کبله راغورزیدلې ده. د پاکستان نړیوال هوایی شرکت خاوند او لوړپوړي مارشال ویلي؛ د دې الوتکې پیلوټ په خپله وروستۍ وینا کې د تخنیکي ستونزو راپور ورکړ. پیلوټ ته د ناستې اجازه ورکړشوې وه؛ خو هغه وغوښتل، چې یو ځل بیا راوګرزي. اړینه ده، چې تخنیکي ستوزه به یې لرله او ژر به پرې وپوهیږو. ویل کیږي، چې په دې پېښه کې نږدې ۸۰ کسان مړه شوي؛ خو د پاکستان نړیوال هوایي شرکت به ډېر ژر بشپړ معلومات په یوه خبري ناسته کې وړاندې کړي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-پاکستان-یوه-مسافر-وړونکې-الوتکه-د-است/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading