بازتاب نیوز

طالبانو په روژه کې ۱۴۶ ملکیان وژلي

٣ غبرګولی ١٣٩٩ سلام وطندار

ملي امنیت شورا وايي، طالبانو د روژې میاشتې پر مهال ۱۴۶ ملکیان وژلي او ۴۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې په روژه کې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ۴۳۰ ملکیان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، د وروستیو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ملي امنیت شورا تر دې وړاندې د طالبانو له لوري د ملکیانو د وژلو په اړه ویلي و چې دې ډلې د روژې په لومړۍ اوونۍ کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۱۷ ملکیان وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې، طالبانو د روژې په دویمه اوونۍ کې ۲۵ ملکیان وژلي او ۷۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د روژې درېیمه اوونۍ په هېواد کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړۍ وه. په دې اوونۍ کې د طالبانو د بریدونو له کبله ۷۹ ملکیان ووژل شول او ۲۱۸ نور ټپیان شول.

د کابل په دشت‌برچي سیمه کې پر یوه روغتون وسله‌وال برید او په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید چې افغان حکومت یې مسوولیت پر طالبانو وراچوي، په وروستیو میاشتو کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړي بریدونه وو.

طالبانو تر اوسه د ملي امنیت شورا د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=55232

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading