بازتاب نیوز

تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس ۷۸۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ګړیو کې د هېواد په کچه ۷۸۲ تازه د کرونا ویروس نورې مثبتې پېښې ثبت  شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن ( شنبه غبرګولي ۳ ) د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې تېرو څلریشت ګړیو کې ۱۵۲۸ شکمن سمپلونه معاینه شوي، چې له همدې شمېر څخه ۷۸۲ هغه یې مثبتې ښودل شوې دي.

د تازه پېښو له ثبت سره ټول هېواد کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۹ زره او ۹۹۸ ته ورسېد.

په همدې حال کې د عامې روغیتا وزارت مرستیال وايي، چې له تېرې ورځې راهیسې ۴۴ په کرونا ویروس اخته کسان بېرته رغېدلي، او ۱۱ تنه نور بیا له همدې امله مړه  شوي دي.

په ټول کې تر اوسه ۱۰۴۰ کسان افغانستان کې له کرونا  ویروس څخه بېرته ښه شوي او ۲۱۶ کسانو بیا له همدې امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عامې روغتیا وزارت یو ځل خبرداری ورکړ، که خلک روغتیايي لارښونې عملي نه کړي، ورځ تر بلې به د مثبتو پېښو شمېر کې ډیروالی رامنځته شي.

ښاغلي مجروح وویل که خلک درې تر څلور اونۍ سختي وګالي او په کورنو کې پاتې شي، په لویه پیمانه به د کرونا ویروس مخنیوی شوی وي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/26826

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading