بازتاب نیوز

له ایران سره پوله کې د طالبانو د یوه مهم قومندان نیول کېدل

٣ غبرګولی ١٣٩٩ طلوع نیوز

د ملي امنیت لوی ریاست وایې، د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یوه پوځي مسوول، حافظ عمر له نیول کېدو چې په  شفیع مشهور دی، د ایران د سپاه پاسدارانو له موټره د ښکته کېدو په حال کې نیولی دی.

یاد ریاست وايي چې حافظ عمر د هرات پوځي کمېسیون د مشرۍ غړیتوب درلود او کرځ ولسوالۍ لپاره د یادې ډلې پوځي مسوول وو.

د ملي امنیت خبرپاڼه کې راغلي دي:«کله چې [تپه سیاه] قرارګاه کې د ایران د سپاه پاسدارانو له موټره ښکته کېدو او خوښتل یې شینډنډ ولسوالۍ ته ولاړ شي او پر ابګردان پاشدان او د هرات لارې کې د ترهګریزو بریدونو د سختیدو لامل شي، ونیول شو.»

ملي امنیت وايي،  چې دغه طالب قوماندان د یوه کال راهیسې هرات ولایت کې د ترهګریزو بریدونو مسوولیت درلود.

مخکې له دې د ملي امنیت مرستیال، اجمل بلوچ زاده ولسي جرګې ته د ځواب ویلو ناسته کې ویلي وو چې ایران له طالبانو سره همکاري کوي او وسلې ورکوي.

ایران په وار وار د افغان حکومت لخوا د طالبانو په ملاتړ تورن شوی، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.

مخکې له دې افغانستان ته د سپاه پاسدارانو د قدس څانګې د رییس سفر له پوښتنو سره مخامخ شوی وو.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/له-ایران-سره-پوله-کې-د-طالبانو-د-یوه-مهم-قومندان-نیول-کېدل

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading