بازتاب نیوز

وزیرستان کې پښتنو نن اختر نمانځلی دی

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

په شمالي وزیرستان کې مېشتو پښتنو په یو بې سارې اقدام کې د خپلو علماوو په لارښونې کوچنی اختر نن ( شنبه غبرګولي ۳ ) نمانځلی دی.

د وزيرستان خلکو ویلي، دوی او علماوو یې تیره شپه میاشت لیدلې  او له همدې امله یې په مستقل توګه پرېکړه کړي او اختر یې نمانځلی دی.

په همدې حال کې پر خواله رسنیو خپاره شویو انځور کې د پښتون ژغورنې غورځنک مخکښ غړی محسن ډاور هم لیدل کېږي، چې له خپلو خلکو سره یې کوچنی اختر نمانځلی دی.

پر خواله رسنیو انځورنو کې لیدل کېږي، چې د وزیرستان خلکو په ډېر جوش او خورش د اختر لمونځ هم ادا کړی دی.

د وزیرستان خلکو په داسې حال کې نن کوچنی اختر نمانځي چې د پاکستان او افغانستان په ګډون ټول اسلامي هېوادونو کې نن د روژې میاشتې وروستۍ ورځ ده.

د وزیرستان خلکو ویلي، چې آزاد خلک دي، او په خپله پرېکړه یې ځکه اختر نن نمانځلی چې تیره شپه یې میاشت لیدلې ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/26829

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading