بازتاب نیوز

له دندې ګوښه کول قانونیت نه دی

٣ غبرګولی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

په کابل ښار کې د هدفي وژنو او ترورونو مخنیوی د قانون له بشپړ پلي کولو سره تړاو لري، مقطعي او تادیبي عمل په هیڅ ډول نه شي کولای چې د سترو جرمونو او جنایتونو مخه ونیسي. د کورنیو چارو وزارت په یو تازه اقدام کې د کابل ښار په کچه د هدفي وژنو او ترورونو تر زیاتیدا وروسته د هغه د مخنیوي لپاره پرېکړه کړې چې که په هره امنیتي حوزه کې د موټرسایکل په وسیله کوم ترور تر سره شو، نو د هغې حوزې آمرین به له خپلو دندو لرې کېږي. که څه هم دغه پرېکړه ظاهرا دا ډاډ له ځانه سره لري چې د حوزې امرین به لږ راوېښېږي او د خپلو دندو په وړاندې به یو څه ډېر مسوولیت احساسوي خو په قطعي ډول د سترو جرمونو او جنایتونو د مخنیوي په برخه کې اغېزناک ځکه نه شي تمامېدای چې دا ډول پرېکړې عادي مقطعي او تادیبي بڼه لري او دوام يې ډادمن نه ښکاري. په تېرو نولسو کلونو او په تېره بیا د ملي وحدت حکومت په وخت کې خلک د دې شاهدان وو چې د حکومت او ځينو امنيتي ارګانونو له خوا د جرم او جنایتونو د مخنیوي لپاره بیا بیا داسې پرېکړې شوې دي، خو له څه مودې وروسته يې چا پاڼه نه ده اړولې. په دغو کلونو کې بیا بیا لیدل شوي چې حکومت د فساد او جرمونو د مخنیوي او په دې برخه کې د خلکو د غوسې د کچې د راکمولو او هغوی ته په یو ډول د قناعت ورکولو لپاره ځينې لوړپوړي چارواکي نن په یو جرم له دندې ګوښه کړي خو په سبا يې بیا په لا ښه بست او مقامونو کې په دندو ګمارلي دي. دې ټکي ته په پام سره په څرګنده ویلای شو چې د جرمونو د مخنیوي او یا د جرمونو د کچې د راټیټولو په برخه کې دا ډول کړنې اغېزناکې نه دي او یو یوازې د یو څو ورځو لپاره د خلکو د امنیتي خوندیتوب په نسبت تضنعي هڅه او خپلو دندو ته د حوزو د آمرینو متوجه کول دي چې کرار کرار بېرته خپل عادي حالت ته ورګرځېدونکی دی. له دې کبله په کار ده چې افغان حکومت په قوي عزم او ارادې سره پر ټولو افغان وګړو په یو شان د قانون د بشپړ پلي کولو ته مټې ونغاړي. په دې برخه کې په لومړي قدم کې په کار دی چې حکومت د ټولو امنيتي او اداري ځایونو مشران هغه کسان وګماري چې لاس يې پاک او د مسلکي وړتیا لرونکی او قانون منونکی وي. په دویم قدم کې د خلکو هيله بیا دا ده چې حکومت په جدي ډول د مکافاتو او مجازاتو قانون پر خپلو مامورینو په دوامدار ډول عملي کړي. که چېرته د کورنیو چارو وزارت وکولای شي چې په داسې مقطعي پرېکړو هدف ته ځان ورسوي، ښه خبره ده او لازمه ایسي چې ورته نورې پرېکړې هم په نظر کې ولري، خو باید هره پرېکړه يې څرګند وضاحت ولري چې ولس ته د پوښتنې ځای په کې پاتې نه وي. دا خبره ځکه مطرح کېږي چې په دغه وروستۍ پرېکړه کې ویل شوي، که چېرته تر دې وروسته په کومه حوزه کې د موټرسایکل په وسیله د چا له خوا څوک ترور شي، د حوزې آمر به خپله دنده له لاسه ورکوي. پوښتنه دا ده چې آیا د دې پرېکړې له مخې د دندې لاسه ورکول یوازې د موټر سایکل په وسیله ترور کول مطرح دي؟ آیا څوک دا تضمینولای شي چې ترورونه یوازې د موټرسایکل په وسیله کېږي او جنایت کاران نورې لارې نه کاروي؟ The post له دندې ګوښه کول قانونیت نه دی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/05/23/له-دندې-ګوښه-کول-قانونیت-نه-دی/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading