بازتاب نیوز

په ننګرهار کې د ځمکني توت په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی

٣ غبرګولی ١٣٩٩ خبرگزاری خاورمیانه

د ننګرهار هغه ډله بزګران سږ کال خپلو کرنیزو کرنیزو حاصلاتو ته خوښ دي، چې په خپلو ځمکو یې ځمکني توت کرلي دي. دغه بزګران وایې ، سږکال د ځمکني توتانو حاصلات د تېرو کلونو  په پرتله څو برابره زیات شوي دي؛ خو غوښتنه کوي، چې حکومت دې د بازار موندلو ترڅنک د ځمکني توت د ساتلو لپاره سړې خونې ورته جوړه کړي. د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ  یو تن بزګر  غلام محمد  چې له ډیر وخته په خپله ځمکه ځمکني توت کري خاورمیانه خبري اژانس ته وویل :  ( زه د څو کلونو راهیسې ځمکني توت کرمه، ښه زمينه ورته براره ده او ښه مارکيټ هم لري) بزګران همدا راز له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د ځمکني توتانو د کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو، بسته بندۍ او پلور په موخه ورته زمينې برابرې کړي. د  ننګرهار ولايت د کرنې مسولین وایې ، په دې ولایت  کې د ځمکني توت حاصل او تقاضا زياته شوې او په راتلونکو فصلونو کې به دغه کښت ته وده ورکړل شي، چې حاصل به يې د ننګرهار سربيره د هېواد نورو سيمو ته هم ولېږل شي. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انعام الله ساپي خاورمیانه خبري اژانس ته وويل : ځمکني توت د مهمو میوه جاتو څخه دی ، چې  په دې ورستیو کلوونو کې په دې ولایت کې  د کرنې ادارې له لورې په ازمايښتي ډول د ځمکني توتانو کرنه پيل شوې، چې ښه پايله لري. ( اوس مهال په ټول ننګرهار کې له پنځوس زره جریبه څخه زیات نمایشي قطعات له بزګرانو سره په ازمایښتي ډول ځمنکني توت کرل شوي دي ، چې په اوسط ډول له یو جریب څخه دیرش منه حاصل ترلاسه کیږي) . د کرنې د ریس پروینا په راتلوونکي کلونو کې به د نمایشي کرنې په ځای تجارتي کرنه پیل شي،  چې له دې سره به بزګرانو ته لوړ عاید ترلاسه شي . نوموړی زیاتوي ، چې د ننګرهار اقليم ځمکنيو توتانو لپاره ښه مساعده ده؛ له همدې امله يې بزګران له حاصل او مارکیټ څخه خوښ دي. د ویلو وړ ده ، چې په دې ولايت کې اوسمهال شپاړلس جريبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي، که ورته نوره هم پاملرنه زیاته شي دا ولايت به د ځمکني توتانو صادرونکي په توګه موقف غوره کړي. نوشته په ننګرهار کې د ځمکني توت په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی اولین بار در پشتو. پدیدار شد.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1399/03/03/په-ننګرهار-کې-د-ځمکني-توت-په-حاصلاتو-کې/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading