بازتاب نیوز

پر کورونا د اخته کسانو شمېر دوه کم ۱۰ زرو ته ورسېد

٣ غبرګولی ١٣٩٩ سلام وطندار

د کورونا ناورین د پراختیا په حال کې ده او که خلک ګرځبندیز رعایت نه کړي، د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، د دغه ناورین لمنه به لا هم پراخه شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح په کابل کې د یوې خبري ناسې پر مهال وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو راهیسې د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې او پر مهال یې ۷۸۲ نور کسان هم پر دغه ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۹۹۸ ته رسېدلی دی. د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاته کړه، د دغو نویو کسانو له ډلې یوازې ۳۷۷ په کابل کې پر کورونا ویروس اخته شوي او ورسره په کابل کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳ زره ۴۶۰ ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۰ کسان په هرات، ۴۹ په بلخ، ۴۷ په غزني، ۳۲ په ننګرهار، ۲۸ په پکتیا، ۲۱ په سمنګان، ۱۲- ۱۲ په پکتیا، بغلان او لوګر، ۱۱ په کاپیسا، ۱۰ په کونړ، ۶ په لغمان، ۴- ۴ په بادغیس، غور او فراه ولایتونو کې او ۳ کسان هم په تخار ولایت کې پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۱ کسانو د کورونا ویروس له امله په هرات، بلخ، ننګرهار او غزني ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ورسره په ټول هېواد کې د کورونا له امله د مړو شویو شمېر ۲۱۶ ته رسېږي.

وحیدالله مجروح خبرداری ورکوي چې له کورونا ویروس نه د خلاصون کیلي خپله د خلکو په لاس کې ده او باید په کورونو کې پاتې شي او ټولې روغتیايي سپارښتنې هم په پام کې ونیسي.

وحیدالله مجروح زیاته کړه، تر اوسه ۴۱۵ روغتیايي کاروونکي هم پر کورونا ویروس اخته شوي او له ډلې یې ۱۲ هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴ کسان له کورونا ویروس نه بېرته رغېدلي او په دې سره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۱ زره ۴۰ ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې هرات ولایت په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو له پلوه په سر کې ځای لري.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ورسره په هرات کې د کورونا له امله د مړو شویو شمېر ۳۴ کسانو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال پر خلکو غږ وکړ چې د اختر په ورځو کې د خپلوانو کورونو ته لاړ نه شي، کنه نو د اختر خوشحالي به یې پر غم واوړي.

وحیدالله مجروح ټینګار وکړ چې که خلک له دوو تر څلورو اوونیو سختي وګالي او په کورونو کې پاتې شي، کورونا ویروس د مهارېدو وړ دی.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=55236

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading