بازتاب نیوز

'د موټر سایکل سپرو جنايي فعالیتونه د کابل پولیس افسرانو ګوښه کېدو لامل کېږي'

٣ غبرګولی ١٣٩٩ بی بی سی

که څه هم په ا فغان پلازمېنه کابل کې د موټر سایکلونو پر تګ رتګ بندیز لګول شوی، خو بیا هم په ښار کې موټرسایکلونه لیدل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون د کابل دولسمې حوزې اړوند احمد شاه بابا مېنه کې په دوو پولیسو موټرسایکل سپرو وسلوالو برید کړی.

د کورنیو چارو وازرت یوه ویانده مروه امیني وايي، له انلاین رستوانتونو پرته نورو کسانو ته د موټر سایکلونو چلولو اجازه نه شته.

له دغې پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندارابي امر وکړ چې له دې وروسته به د هغې حوزې امر او مسولین له دندو ګوښه کېږي چې په اړوندو سیمو کې یې دا ډول جنايي پېښې وشي.

وردګو کې د موټرسایکل پر ګرځېدو بندیز ولګېد

غزني ښار کې د موټر سايکلو ګرځول بند شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي له دې امر وروسته یې له پرون شپي راهیسې له پنځوسو ډېر موټر سایکلونه ضبط کړي دي.

شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د کابل ختیځ احمد شاه بابا مېنه کې وسلوالو موټر سایکلونو د پوځ دوه سرتېري په ډزو وویشتل.

له هغې پېښې وروسته پولیسو د وروستي ځل لپاره له خلکو وغوښتل چې موټر سایکل دې نه کاروي خو ښکاري چې له هغه راهیسې یا پولیسو جدي عمل نه دی کړی او یا هم ځینې خلک سرغړونه کوي.

د وزارت د شمېرو له مخې، یوازې تېره یوه میاشت کې ۱۶۹ جنایي پیښې شوې چې په تړوا یې ۱۳۶ کسان نیول شوي دي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي د تېر کال پرتله ټول هېواد کې دا جرمونه راټیټ شوي:

''د تېر کال په دریو میاشتو کې مو په ټول هېواد کې له څلور زره زیاتې جرمی پېښې لرلې او په تړاو یې د ۵۶۰۰ په شاوخوا کې کسان ونیول شول، خو د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې له دری زرو ډېري دا پیښې ثبت شوې او د ۳۵۰۰ په شاوخوا کې کسان چې لاس یې پکې لرل نیول شوي دي. ''

Image caption د ترهګریزو بریدونو ډېرېدو سربېره، د خوښیو لمانځلو په پلمه هوايي ډزې او د پټاکیو لوبې د کابل اوسېدونکو ته یوه بله اندېښنه بلل کېږي.

د ترهګریزو بریدونو ډېرېدو سربېره، د خوښیو لمانځلو په پلمه هوايي ډزې او د پټاکیو لوبې د کابل اوسېدونکو ته یوه بله اندېښنه بلل کېږي.

پرون شپه د کابل په بېلابېلو سیمو کې د اختر د خوشحالۍ له ډزو سره ولمانځل شوه، خو په داسې ښار کې چې له خوښیو ډېر د چاودنو غږونه ډېر دي د پټاکیو لوبې ډاررونکې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي تر اوسه یې د ۲۰۰ په شاوخوا کې د کابل اوسېدونکې د پرون شپې په ډزو او پټاکیو کې د لاس لرلو په تور نیولي او نن شپه هم د دغو ډزو د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52783712

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading