بازتاب نیوز

له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د فساد په تړاو اندېښنې

٣ غبرګولی ١٣٩٩ طلوع نیوز

 د مدني ټولنو له فساد سره د مبارزې او حکومتولۍ کمېټې کاري ډله افغانستان کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د فسات له زیاتوالي اندېښنه لري.

دې یادې کمېټې غړي وايي چې دوی له څارنې څنګ ته کړل شوي دي او باید د څارنې ونډه یې سطحي نه وي.

د کمېټې غړی، عبدالله احمدي څرګندوي:«خلک او مدني ټولنې حق لري چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه له تدارکاتي او عملیاتي بهیر نه څارنه وکړي څو د مالي فساد مخنیوي په موخه اقدام وشي.»

د مدني ټولنو له فساد سره د مبارزې او حکومتولۍ کمېټې کاري ډلې نن شنبې(د غبرګولي په ۳مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مدني ټولنې پر څای ټینګار وکړ.

د کمېټې غړې، لیمه ناصري زیاته کړه:«په ټوله کې مدني ټولنې د معیاري خدمتونو نشتوالي او د فساد په تړاو اندېښنه لري.»

بل غړی، ناصر تیموري څرګندوي:«د افغانستان حکومت په لویه کچه کې لکه د بودجې تعدیل او له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د پلان جوړولو سره موخه له مدني ټولنې سره مشورې نه دي کړي او د مدني ټولنو بنسټونو نظر یې نه دی اخیستی.»

د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې ۱۳۰۰ غړي لري او د لسو کالو راهیسي افغانستان کې فعالیت لري.

 

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/health/له-کرونا-ویروس-سره-د-مبارزې-په-برخه-کې-د-فساد-په-تړاو-اندېښنې

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading